Asset 1SWN

ریشي سونک څنګه د بریټانیا لومړی وزیر شو؟

1

هندي‌الاصله بریټانیایی ریشي سونک د دغه هېواد د محافظه‌کار ګوند لپاره په شویو ټاکنو کې وتوانېد چې د دغه ګوند مشري وګټي او په دې سره به د بریټانیا د لومړي وزیر په توګه هم خپل کار پیل کړي.

ریشي سونک چې ۴۲ کلن دی، لومړنی تورپوستی او په خټه د اسیا دی چې د بریټانیا د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي. هغه به د بریټانیا اووه‌پنځوسم او د دغه هېواد په معاصر تاریخ کې تر ټولو ځوان لومړی وزیر وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بریټانیا پخواني لومړي وزیر بورېس جانسون او د محافظه‌کار ګوند یوې بلې غړې پني مورډانټ د محافظه‌کار ګوند په ټاکنو کې له ریشي سونک سره سیالي کوله، خو دواړه له خپلې نوماندۍ تېر او سونک د یاد ګوند مشر وټاکل شو.

بورېس جانسون پرون له ټاکنو لاس په سر شوی و، خو پني مورډانټ د ټاکنو له را رسېدو څو شېبې مخکې اعلان وکړ چې د ریشي سونک په ګټه له خپلې نوماندۍ تېرېږي.

د سونک دغو دواړو سیالانو د محافظه‌کار ګوند په خپلمنځي ټاکنو کې ونه توانېدل چې د دغه ګوند د مشرۍ او بیا د بریټانیا د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره د د واکمن محافظه‌کار ګوند د استازو ملاتړ خپل کړي او په دې سره له خپلې نوماندۍ تېر شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ریشي سونک اووه اوونۍ وړاندې د محافظه‌کار ګوند د رهبرۍ لپاره له لیز ټراس سره هم په ټاکنو کې سیالي وکړه، خو هغه مهال یې وبایلله او لیز د بریټانیا لومړۍ وزیره شوه.

لیز ټراس څو ورځې وړاندې تر ۴۵ ورځنۍ واکمنۍ وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه او زیاته یې کړه چې په اوسنیو شرایطو کې نه‌شي کولای د بریټانیا د لومړۍ وزیرۍ په توګه کار ته دوام ورکړي. ټراس ویلي و چې د واکمن محافظه‌کار ګوند د نوي مشر تر ټاکلو به پر خپلې څوکۍ پاتې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام