ریشي سونک څنګه د بریټانیا لومړی وزیر شو؟

هندي‌الاصله بریټانیایی ریشي سونک د دغه هېواد د محافظه‌کار ګوند لپاره په شویو ټاکنو کې وتوانېد چې د دغه ګوند مشري وګټي او په دې سره به د بریټانیا د لومړي وزیر په توګه هم خپل کار پیل کړي.
ریشي سونک چې ۴۲ کاله عمر لري، لومړنی تورپوستی او په خټه د اسیا دی چې د بریټانیا د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي. هغه به د بریټانیا اووه‌پنځوسم او د دغه هېواد په معاصر تاریخ کې تر ټولو ځوان لومړی وزیر هم وي.