د عدالت او توسعې ګوند اجرایي رییس جواد حسیني نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې جعفري مذهب دې په رسمیت وپېژني.
جواد حسیني وايي چې د اسلامي اصولو پر بنسټ د حکومت رامنځ ته کول، د ټولو هېوادوالو غوښتنه ده او باید د اسلامي امارت له لوري ومنل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د عدالت او توسعې ګوند د رییس په وینا، د افغانستان شیعهګان د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش له ګواښ سره مخ دي او دغه ډله پر شعیهګانو د مرګونو بریدونو مسووله ده.
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت باید د ښاریانو د حقونو بنسټ په رسمیت وپېژني چې اړین بحث یې د جعفري مذهب په رسمیت پېژندل دي. د افغانستان په ټولو برخو کې د شیعهګانو ګډون او ونډه باید په عادلانه توګه وي.
د یاد ګوند نور غړي بیا په دې باور دي چې د افغانستان د شیعه وګړو له سیاسي ګډون پرته د اسلامي امارت له لوري رامنځ ته کېدونکی حکومت به نیمهګړی وي.
د یاد ګوند ویاند شفیقالله شفق وايي چې د هېواد شیعه وګړي تل د واکمنو نظامو له پامه لوېدلي، خو اوس د دې وخت رارسېدلی چې اسلامي امارت د شیعهګانو حقونو ته رسېدنه وکړي.
څو ورځې وړاندې هم د افغانستان شیعهګانو په یوې ویناپاڼه کې د ټولګډونه حکومت په چوکاټ کې د جعفري مذهب په رسمیت وپېژني، خو تراوسه په دې اړه د اسلامي امارت له لوري په روښانه توګه ځواب نه دی ویل شوی.