د فاریاب امنیه قومندان مولوي نېک‌محمد حذیفه ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت «سپېڅلی الهي نظام» دی او په وینا یې، د دغه نظام قانون قران او سنت دی او بیرغ یې د «الله» او د «رسول» بیرغ دی، نو له همدې امله د دغه نظام پر وړاندې درېدل او یا هم جګړه ورسره کول، د اسلام له داېرې د وتلو خطر لري.

د فاریاب امنیه قومندان دغه څرګندونې پرون د دغه ولایت د والي، ولسوالانو او پوځي قومندانانو سره په یوې جوړې شوې ناسته کې کړې دي. نوموړي زیاته کړې، هغو کسانو چې د اسلامي امارت پر وړاندې وسله پورته کړې وه او جګړه یې کوله، باطل وو او باطل مړه شوو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فاریاب امنیه قومندان د اسلامي امارت ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې له یاد نظام څخه ساتنه وکړي او له خپلو لیکو څخه نااهله کسان وباسي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي همداراز د فاریاب د صفونو د تصفیې کمېسیون له مسوولانو غوښتنه کړې چې د اسلامي امارت له لیکو څخه نامطلوبه کسان ګوښه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام