Asset 1SWN

ا.ا: ملا فضل‌الرحمان له پاکستانه د «پر باور ولاړې همکارۍ» پیغام راوړی و

92991934-8384-446e-ac52-c761fd0a669d-qi053uig8gan7i450puvolrcv51er8ysqxaweynudk

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر ملا فضل‌الرحمان کابل ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د سرپرست حکومت له یوشمېر لوړپوړو چارواکو سره په کتنه کې د دوه‌اړخیز باور پر بنسټ د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

د نوموړي په وینا، هغه له پیغام سره راغلی او ژمنه یې کړې چې د ا.ا پیغام به هم اسلام‌اباد ته ورسوي. د م.جاهد په خبره، په دغو لیدنو کې د ا.ا چارواکو له پاکستانه غوښتي، څو له داسې مواردو ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیاتوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتوي چې د ا.ا له یوشمېر لوړپوړو چارواکو سره د ملا فضل‌الرحمان لیده کاته دوام لري او په وینا یې، د ا.ا له مشر سره لیدنه یې لا نه‌ده وروستۍ شوې.

په ورته وخت کې ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر ملا فضل‌الرحمان د اسلامي امارت له یوشمېر لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې د امنیت پر ټینګښت، د افغان کډوالو د په زوره اېستلو بهیر د درولو او د خبرو او تفاهم له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو پر هواري ټینګار کړی دی.

بله‌خوا د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ملا فضل‌الرحمان سره په کتنه کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت په سیمه کې سوله او ثبات غواړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

په همدې حال کې د سیاسي او نړیوالو اړیکو یوشمېر کارپوهان وايي، پاکستان هڅه کوي چې په دغه سفر کې د دیني عالمانو په ټاکلو سره له کابل سره شته ستونزې له بلې لارې حل کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه بلال فاطمي زیاتوي: «په سیاسي لیدنو کې کله چې د یوه هېواد حکومت ناکامېږي، د هغو کسانو مرسته غواړي چې ځای‌ځایګی او هراړخیز باور ولري. دغه یو سیاسي-‌مذهبي مشر دی، دا لوری هم ورته درناوی لري. خبرې یې وزن او ځانګړی ارزښت لري. فکر نه کوم چې خبرې‌ اترې او لیدنې دې یې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې کوم ځانګړی بدلون راولي، خو د دواړو لوریو پیغامونه به ولېږدوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه محمدګل څمکنی وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د هواري لپاره باید داسې غونډې دوام وکړي. هغه زیاتوي: «پاکستان او افغانستان یوه اوږده او ګډه فرضي کرښه لري او دواړه هېوادونه یو بل ته اړتیا لري. هغه ستونزې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ را پیدا شوي، منفي اغېزې لرلی شي؛ نو دا ډول لیدنې باید دوام ومومي او کومې ستونزې چې رامنځته کېږي، د تفاهم له لارې حل شي.»

د یادونې ده چې د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر ملا فضل‌الرحمان په مشري د پاکستاني علماوو یو پلاوی د یکشنبې په ورځ کابل ته راغلی او لا هم دلته دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام