Asset 1SWN

وېسټ: د ا.ا مشروعیت ښځو او نجونو سره د دوی پر کړنو ولاړ دی

West-and-Mujahid

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د دفاع وزارت له سرپرست محمدیعقوب مجاهد سره د خپلو خبرو جزییات شریک کړي او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت کورنی او بهرنی مشروعیت د ښځو او نجونو پر وړاندې د حکومت کړنو پورې تړلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د عربي متحده اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ کې د محمدیعقوب مجاهد په مشري د اسلامي امارت له پلاوي سره کتلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

توماس وېسټ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت پلاوي سره یې د بشري‌ حقونو وضعیت خرابوالي په ځانګړې توګه افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت او مشترکو ګټو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې د زده‌کړو او کار لپاره د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري. نوموړي وویل: «د افغانستان اقتصادي او ټولنیز ثبات او د اسلامي امارت کورنی او بهرنی مشروعیت افغانستان کې د نجونو او مېندو سره د حکومت چلن پورې تړاو لري.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې مجاهد سره یې د افغانستان امنیتي وضعیت او د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت د هڅو، د کاري زمینې برابرولو او روان بشري ناورین ته د نړیوالې ټولنې د رسېدنې په اړه بحث کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د دفاع وزارت د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه له وېسټ سره د یاد وزارت د سرپرست له لیدنې خبر ورکړی و.

د دفاع وزارت سرپرست په دې لیندنه کې د امریکا ځانګړي استازي ته ټينګار ورکړی چې «د افغانستان ټول سرحدونه او کرښې خوندي دي او له کور دننه بهرنیو هېوادونو ګواښ نه دی متوجې.»

د دفاع وزارت همداراز ټينګار کړی چې د یاد وزارت سرپرست له وېسټ سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتنه کړې چې نړۍ دې د افغانستان ارضي تمامیت ته احترام وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د محمدیعقوب مجاهد د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د لیندۍ ۱۲مه د یوه پلاوي په مشري عربي متحده اماراتو ته تللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام