Asset 1SWN

د ا.ا د ځواکونو له ناسم چلن څخه د خلکو شکایت

000_9QV3L7_0

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار مشر ویلي، اوس په افغانستان کې د مسلکي پولیسو نه موجودیت لامل شوی چې له ښځو سره ناوړه چلن وشي.

د دې ادارې رییس جان سوپکو په ایټالیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال، د اسلامي امارت غړي خپل‌سري بللي او په وینا یې، پر واټونو له نجونو او ښځو سره مسلکي چلن نه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا یوشمېر هېوادوال هم شکایت کوي چې پولیس ورسره پر لویو لارو، د ښار په دروازو او منځ کې مسلکي چلن نه کوي.

د کابل ښار اوسېدونکو لیاقت او بشیراحمد سلام‌وطندار ته ویلي:

«له امنیتي اړخه خلکو سره یې چلن سم نه دی. هسې مزاحمتونه ورته کوي، خلک ترې خپه کېږي او بیا واټن ترې اخلي. باید سمه وروزل شي.»

«د پلټنې پر مهال خو له خلکو سره هېڅ سمه رویه نه کوي. ډېر مو لیدلي چې د ناسم پوهاوي له کبله یې خلک وژلي. له حکومت غواړو چې دې ته پام وکړي او مسلکي کسان یې پر ځای وګوماري.»

په همدې حال کې د ننګرهار یو اوسېدونکی ذبېح‌الله شکایت کوي چې د اسلامي امارت ګڼ‌شمېر غړي په شخصي جامو کې له وسلو سره په ښارونو کې ګرځي. هغه وايي، دغه وضعیت خلکو ته سرخوږی جوړ کړی او د دوی او نامسووله وسله‌والو ترمنځ یې توپیر ورته سخت کړی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي، ټول ځواکونه یې په مسلکي او نظامي ډول روزلي او خلک یې هم له چلن څخه خوښ دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه وزارت اړوند ټولو ځواکونو ته دنده سپارل شوې، څو په ښارونو کې د نامسووله وسله‌والو د ګرځېدو مخه ونیسي او وسلې ترې راټولې کړي.

د یادونې ده چې اسلامي امارت د کابل په ګډون، د هېواد په یوشمېر لویو ښارونو کې خپلو ځواکونو ته د ځانګړي یونیفورم د وېش لړۍ پیل کړې او د مسوولانو په وینا، ډېر ژر به یې ټول پولیس پر یو ډول یونیفورم سبمال شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام