له څو ورځو راهیسې په کابل، مزار شریف او کندوز کې د اسلامي امارت له لوري د کورونو  بیا پلټلو په اړه راپورونه خپرېږي.

د مزار شریف او کندوز اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې اسلامي امارت په دغو ولایتونو کې یو ځل بیا د خلکو د کورونو پلټلو ته مخه کړې او لا هم دا لړۍ روانه ده.

د اسلامي امارت له لوري په دغه ولایتونو کې د کورونو د پلټنې عملیاتو پیلېدل، د ټولنیزو رسنیو د یو‌شمېر کارونو له ګڼو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندوز یوه اوسېدونکي په دې اړه وویل: «نظم د خلکو د باور لامل کېږي. که شخصي لباس کي وي، خلک وېرېږي، ځکه هویت یې نامعلوم وي او نه پېژندل کېږي چې له کوم ارګان راغلی دی. بله ستونزه د ښځینه پولیسو ده، موږ په خپله ولیدل چې له دوی سره هېڅ ښځینه پولیسه نه وه.»

بل‌خوا د بلخ یو اوسېدونکی احمد چې دا یې مستعار نوم دی، سلام‌وطندار ته ویلي چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د کور په کور د عملیاتو پیلېدل د ده د کورنۍ د اندېښنې لامل شوی دی.

نوموړي وویل: «دغه عملیات د خلکو ترمنځ وېره رامنځته کوي او پوښتنه ورته پیدا کېږي چې ولې یې کورونه پلټل کېږي. زه خپله هم وېره او اندېښنه لرم، که زما د کور تلاشۍ ته راشي، څه به پوښتی او څه به کوي.»

له دې وړاندې هم د اسلامي امارت سرپرست حکومت د کابل په ګډون د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې هم د کورونو د پلټنې عملیات کړي و.

که څه هم د اسلامي امارت امنیتي مسوولانو د دغو عملیاتو موخه د هېواد‌والو د ښه‌ امنیت ټينګښت لپاره د دولتي وسلو او وسایلو  راټولول په ګوته کړي، خو په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو په ځانګړې توګه کابل کې څو امنیتي پېښې شوې دي.

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم د امنیت ټينګښت لپاره د اسلامي امارت له لوري د کور په کور پلټنې تګ‌لاره ناکامه بولي. نوموړي وویل چې دغه بهیر نه یوازې د امنیت ټينګښت کې مرسته نه کوي، بلکې د خلکو د بې باورۍ لامل هم کېږي.

 په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغو  عملیاتو موخه د امنیت ټينګښت بولي او په وینا یې یوازې هغه ځایونه پلټل کېږي چې شکمن وي.

نوموړي وویل: «د شکمنو ځایونو پلټل د خلکو د امنیت لپاره دی. دا خلکو ته د زیان او مزاحمت په معنی نه دی. دا کار ډېر په سنجېش سره کېږي او ښې پایلې به ولري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ویل کېږي چې په تېره یوه اوونۍ کې د اسلامي امارت ځواکونو په کندوز، مزارشریف او د کابل په ځینو سیمو کې کورونه پلټلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام