غزني کې د لومړني جامع جومات چت په لوېدو دی

د «غزنه لرغوني ښار» فرهنګیان او اوسېدونکي وايي چې «د لرغوني غزنه ښار/د غزني زوړ ښار» کې د لومړني جامع جومات ودانۍ په ناوړه وضعیت کې ده او هره شېبه یې د چت را لوېدو شونتیا شته.
د دوی په وینا، وروستیو بارانونو د دغه تاریخي ځای ته نور زیان هم اړولی او که د بیارغونې لپاره یې ژرترژره اقدام ونه شي، له منځه به ولاړ شي.

د نیویارک محکمې د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو ته د افغانستان د پیسو ورکړه رد کړې

د نیویارک یوې محکمې امریکا کې د سپټمبر میاشتې د ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ورکړې غوښتنه رد کړې ده. د امریکا د فدرال محکمې یوې څارنوالې سارا نيټبرن د دې پرېکړې په اړه ویلي چې د افغانستان بانک په اړه امریکايي محکمې پرېکړه نه شي کولای.

د ا.ا له لوري د کورونو پلټلو پر وړاندې غبرګونونه

له څو ورځو راهیسې په کابل، مزار شریف او کندوز کې د اسلامي امارت له لوري د کورونو  بیا پلټلو په اړه راپورونه خپرېږي. د مزار شریف او کندوز اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې اسلامي امارت په دغو ولایتونو کې یو ځل بیا د خلکو د کورونو پلټلو ته مخه کړې او لا هم دا لړۍ روانه ده. د اسلامي امارت له لوري په دغه ولایتونو کې د کورونو د پلټنې عملیاتو پیلېدل د ټولنیزو رسنیو د یو‌شمېر کارونو له ګڼو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی. 

جلال‌اباد کې یوه خیریه بنسټ پر ۱۵۰ بې‌وزله مېرمنو د خیاطۍ وسایل ووېشل

جلال‌اباد کې یوه خیریه بنسټ ۱۵۰ هغه مېرمنې چې بې‌وزله او د کورنۍ سرپرست نه‌لري، د خیاطۍ په برخه کې روزلي او نن یې پر یادو مېرمنو د کار د پیل په موخه د خیاطۍ ماشینونه او نور وسایل ووېشل، څو د خپل کورني اقتصاد پياوړتیا او ستونزو حل په برخه کې ترې ګټه واخلي.

یوه ایراني هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د «کېش اېرلاین» هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې دي.

د یاد وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا ویلي، دغه ایرانی شرکت چې نیمه دولتی دی. پرون یې له ایران څخه خپله لومړۍ الوتنه د افغانستان کندهار ولایت ته کړې ده.

بایډن: هغه ترهګر به ښکار کړو چې امریکا ته د زیان رسولو هڅه کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د کابل هوايي ډګر ته نږدې شوې چاودنه کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په یادغونډه کې د وینا پر مهال ویلي، افغانستان کې د سرتېرو له موجودیت پرته هم ترهګر څاري او هغوی چې امریکا ته د زیان رسولو هڅه کوي، په هر ځای کې به یې ښکار وګرځوي.