د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا جام په لومړۍ سیالي کې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبېږي. ټاکل شوې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ بجې پیل شي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي په یوه کنفرانس کې ویلي، هڅه کوي چې خپلې تېروتنې تکرار نه کړي او په وینا یې، یادو لوبو ته یې په بشپړه توګه چمتووالی نیولی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان له دې وړاندې د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې ته د پنځو شل اووره سیالیو لوبلړۍ ۲:۳ وبایلله، خو لوبډلمشر له خپلې لوبډلې هیله ښودلې چې اسیا جام سیالیو کې به ښې لوبې وکړي.

د ۲۰۲۲ اسیا کرېکټ جام سیالي به نن د شپږو لوبډلو افغانستان، سریلانکا، هند، پاکستان، بنګلدېش او هانګ کانګ ترمنځ پیل شي چې د سېپټمبر تر نهمې نېټې به دوام وکړي.

سږکال دغه سیالي د ۵۰ اورو پرځای په ۲۰ اووره فرمټ کې کېږي چې په ټولییزه توګه به ټولې لوبډلې په دوو ګروپونو کې ۱۳ لوبې وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان په خپل ګروپ کې له سریلانکا او بنګلادېش سره یوځای شوی، خو په دویم ګروپ کې بیا پاکستان، هند او هانک ګانګ لوبډلې به د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام