ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ کرېټ ملي لوبډلې نن د پنځو شل اووره سیالیو په درېیمه لوبه کې د یو بل پروړاندې لوبه وکړي.
ټاکل شوې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان پر وخت ۷ بجې پیل شي. افغانستان له دې وړاندې په دوو شل اووره سیالیو کې د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پروړاندې ماته خوړلې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه لوبې چې د ایرلنډ په کوربهتوب په بېلفاسټ ښار کې کېږي، په تېرو دوو لوبو کې یوشمېر افغان مینهوال هم د یادو سیالیو د نندارې لپاره هم ورغلي وو.
په نننۍ لوبه کې به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله هڅه کوي چې بریا ترلاسه کړي، خو که ایرلنډ دغه لوبه ګټي، نو یاد سیریز به په خپل نوم کړي.
په ترسره شویو دوو لوبو کې تراوسه انډي بېلبېرني د ۹۷ منډو په جوړولو سره تر نورو توپوهونکو مخکښ دی، خو په توپ اچوونه کې بیا د افغانستان لوبډلمشر محمد نبي د درېوو وېکټو په اخیستلو سره تراوسه مخکښ وېکټ اخیستونکی لوبغاړی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د نبي ترڅنګ د ایرلنډ دوو نورو توپ اچوونکو ګارېټ ډېلېني او جووش لېټل هم درې درې وېکټې ترلاسه کړې دي.