د افغانستان د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې نن د یاد لیګ په پنځمه لوبه کې میس‌عینک نایټز لوبډله بریالۍ شوه چې د بندامیر ښامارانو ته په شپږو وېکټو ماته ورکړي.
په دغه لوبه کې بندامیر لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او ټوله لوبډله په ۱۴.۲ اوور کې په ۵۰ منډو وسوځېده.
د میس عینک لوبډلې لپاره د توپ اچوونې په برخه کې میر حمزه ښه لوبه وکړه او په درېوو اوورنو کې یې د ۹ منډو په بدل کې د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.
میس‌عینک لوبډلې ورکړل شوی هدف د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په ۸ اوور کې ترلاسه کړ او یاده سیالي کې یې د بندامیر ښامارانو پروړاندې بریا خپله کړه.
د نن ورځې په دویمه لوبه کې کابل بازان لوبډله د سپین غر پړانګانو پروړاندې لوبېږي چې تر دا مهاله کابل بازانو لوبډلې په ۹ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۱ منډې جوړې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام