د کرېکټ شل اووره نړیوال جام سوپر ۱۲ پړاو کې نن د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله بریالۍ شوه چې افغانستان ته په شپږو وېکټو ماته ورکړي.

دا په روان شل اووره نړیوال جام کې د افغانستان دویمه پرله‌پسې ماته وه. افغانستان تر دې مهاله دوه لوبې کړي چې دواړه یې بایللي او دوه یې د باران له کبله لغوه شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

که څه هم د افغانستان لوبډلې هیله درلوده چې دغه سیالي به وګټي، خو په یاده لوبه کې د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډله پرې برلاسې شوه. افغانستان دغه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سریلانکا ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره په توپوهنه کې یوه لوبغاړي هم له دېرشو زیاتې منډې جوړې نه کړې. رحمن‌الله ګربز تر ټولو زیاتې ۲۸ منډې، عثمان غني ۲۷ او ابراهیم ځدراڼ ۲۲ منډې وکړې.

په ځواب کې د سریلانکا لوبډلې ښه لوبه وکړه او ورکړل شوی هدف یې د سیالۍ په ۱۹ اوور کې ترلاسه کړ او بریا یې خپله کړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په توپوهنه کې د سریلانکا لپاره ډننجایا ډي‌سېلوا ښه وځلېد او ناسوځېدلې ۶۶ منډې یې جوړې کړې. سریلانکا په دې بریا سره د جدول درېیم ځای ته پورته شو او افغانستان د جدول وروستی ځای خپل کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام