Asset 1SWN

افغانستان نن له پاکستان سره د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي

تصویر: کرېکټ بورډ

د افغانستان او د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن شپه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن شپه د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ دقیقې پیل شي. دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اووره سیالیو لومړۍ لوبلړۍ ده چې د دواړو هېوادونو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې به نن د مارچ ۲۴مه لومړۍ لوبه وکړي او پاتې دوه سیالۍ به د مارچ په ۲۶ او ۲۷مه ترسره کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله ټوېټرپاڼه د ملي لوبډلې د مرستیال روزونکي رییس احمدزي او د توپ‌اچوونې برخه کې د افغان لوبډلې روزونکي حمیدحسن یوه ویډیو خپره کړې چې د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته د ملي لوبډلې د چمتوو په اړه غږیږي.

رییس احمدزی د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او اوسنی مرستیال روزونکی.

د کرېکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکی رییس احمدزی دې ویډیو کې هیله‌مندي ښيي چې د پاکستان پر وړاندې لوبو کې به افغان لوبډله ښې لاسته‌راوړنې ولري.

رییس احمدزی همداراز دې ویډیو کې وايي چې یادې سیالۍ به د راتلونکي شل اووره نړیوال جام ته د افغانستان په چمتووالي کې کټورې وي او په وینا یې، دغه لوبلړۍ به نړیوال جام کې د سترو لوبډلو پر وړاندې د ملي لوبډلې پر سیالیو اغېز ولري.

په همدې حال کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د توپ‌اچوونې برخې روزونکي حمید حسین دې ویډیو کې ویلي چې د پاکستان پر وړاندې لوبو کې به یې توپ‌اچوونکي ښه توپ‌اچوونه وکړي. نوموړي ویلي چې دغه سیالۍ د افغانستان لپاره خورا مهمې دي او د ده په وینا چې ښه چمتووالی یې ورته نیولی دی.

حمیدحسن د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د توپ‌اچوونې اوسنی روزونکی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له ۲۰۱۳ کال راهیسې د پاکستان پر وړاندې تر دې مهاله درې شل اووره سیالۍ کړي چې درې واړه یې پاکستان ته بایللي دي.

د یادو درېوو سیالیو په وروستۍ شل اووره لوبه کې چې اسیا جام کې ترسره شوه، له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته پاکستان افغانستان ته په یوې وېکټې ماته ورکړه.

له یادې لوبې وروسته د افغانستان او پاکستاني نندارچیانو ترمنځ په لوبغالي او له لوبغالي بهر شخړې او اخ‌او ډب هم وشو چې تازه د شارجې منتظمینو دغو لوبو ته د دواړو هېوادونو د نندارچیانو لپاره جلا جلا ځایونه په پام کې نیولي دي.

افغانستان په خپلو وروستیو پنځو نړیوالو شل اووره سیالیو کې درې بایللي او دوه یې ګټلي دي. پاکستان بیا وروستیو پنځو لوبو کې یوازې یوه لوبه بایللې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام