په سپین‌بولدک د راستنېدونکو شمېر دوه برابره شوی

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان وايي، دې وروستیو کې د سپین بولدک له لارې هېواد ته د بیرته راستنېدونکو لړۍ چټکه شوې.
دوی وویل، پخوا به د ورځې لسګونه کورنۍ راستنېدې، خو اوس دا شمېر له سلو ډېر شوی چې دوه برابره زیاتوالی ښیي.
د نوموړي په خبره، د افغان کډوالو د اېستلو د درېیم پړاو د اعلان له امله، افغانان د پاکستان پرېښودو ته اړ شوي.

بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د ډيپلوماټیکو اړیکو لوړولو پرېکړه ستایلې

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې غواړي کابل کې خپل ډيپلوماتيک ماموريت د سفیر کچې ته لوړ کړي.
بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسلامي امارت به هم په متقابل ډول اسلام اباد کې د افغان سفارت د شارژدافير کچه د سفير سطحې ته لوړه کړي.

ذبیح‌الله مجاهد: پاکستان دې د پېښو مسوولیت په افغانستان نه‌اچوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان بلوچستان کې د ښونځي په بس موټر برید چې د ګڼو ماشومانو د مرګژوبلې لامل شوه په کلکه غندلې.
هغه ویلي چې په ماشومانو او ملکي وګړو برید په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی.
هغه لیکلي چې پاکستاني چارواکي دې له کوم دلیل او توجیې پرته د پیښو مسئولیت په افغانستان نها‌چوي.

پر پاکستان د هند توغندیز بریدونه؛ ۸پاکستانیان وژل شوي او ۳۵ ټپیان دي

د هند پوځ د “سندور” په نوم عملیات پیل کړي چې پاکستان او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې یې ٩ سیمې په نښه کړي دي.

د راپورونو پر اساس، دغو توغندیو بریدونو کې تردامهاله لږ تر لږه ٨ پاکستانیان وژل شوي  او تر ۳۵ ډېر ټپیان دي.

بلخوا پاکستاني پوځ له هند څخه د “جګړې عمل” ته د قوي ځواب ورکولو ژمنه کړې ده.

خواجه‌ اصف: ښکاري چې هند به ژر په پاکستان برید وکړي

پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف رويټرز خبري اژانس سره تازه مرکه کې ويلي، داسې ښکاري چې هند به ډېر ژر په پاکستان بريد وکړي، خو په وینا یې دغه برید ته د ځواب ورکولو لپاره بشپړ تياری لري.

هغه دغه مرکه کې وویل، خپل ځواکونه یې پیاوړي او چمتو دي، ځکه په نږدې راتلونکې کې د دغه بريد د ترسره کېدو احتمال شته.

مولوي عبدالکبیر: د کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو نه‌دی

د کډوالو چارو وزارت او یوناما په مشرۍ د اسلامي امارت اړوند ادارو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو ستونزو په تړوا تخنیکي غونډه وشوه.
مولوی عبدالکبیر دغه غونډه کې له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو نیوکه کړې او د کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی يې د نه منلو وړ او د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې لامل بللی.

د کډوالو ستنولو لړۍ: دوو اونیو کې ۵۰زره ماشومان له پاکستانه اېستل شوي

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان «سیف د چلدرن» یوه راپور کې ویلي، یوازې د روانې اپریل میاشتې په لومړیو ۱۶ ورځو کې د راستنو شویو کورنیو په ډله کې شاوخوا ۵۰ زره ماشومان هم له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي چې له هرو پنځه یو یې له پنځو کلونو کم عمر لري.

د دې سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له دغه هېواده په جبري توګه د ایستل شویو ۹۴۰ زره افغانانو له جملې ۵۸ سلنه یې ماشومان دي.

د راستنوشویو د کړاو کیسې؛ «۳ورځې بندي وم او پیسې یې راڅخه واخیستې»

له پاکستانه جبري ایستل شوي کډوال وایي، پاکستاني پولیسو د ناسم چلند ترڅنګ، لارو کې په بېلابېلو پلمو ترې په زور پیسې هم اخیستي.
محمد نور شاوخوا ۴۸ کاله وړاندې پاکستان ته کډوال شوی او وایي، له ډیرو کلونو کار او روزګار وروسته پاکستان د کډوالۍ اصولو خلاف تش لاس په جبري ډول خپل هېواد ته را اړولی او ټوله شتمني یې ترې هملته ایساره کړې ده.

تېرو ۱۱ ورځو کې له تورخم لارې ۴۰ زره کسان هېواد ته راغلي

د ننګرهار ځایي مسوولان وایي، پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې او په تېرو ۱۱ ورځو کې یې ٧ زره افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول د تورخم له لارې هېواد ته را اړولي دي.

په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر وایي، تازه راستنو شویو کورنیو ته یې په تورخم صفري نقطه او عمري کمپ کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

پاکستانه د افغانانو جبري اېستل؛ ۱۰کلن اُميد: لومړی ځل پرخپله خاوره قدمونه ږدم

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ په دوام، د تورخم او سپین‌بولدک له لارو د بیرته راستنېدونکو کورنیو شمېر د پام وړ زیات شوی.
یوشمېر دغه کورنۍ چې له پاکستانه په زوره اېستل شوي د پاکستاني پوځيانو له ځورونکي چلن ترخې کیسې لري.
۱۰کلن اُمید له بیرته راستنېدونکو افغانانو یو دی او لومړی ځل د خپل هېواد پر خاوره قدمونه ږدي.

له پاکستانه د افغانانو جبري اېستل؛ رییس‌الوزرا: د هېوادونو په زیان دي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د سرپرست حکومت د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې غړو افغان کډوال سره د ناوړه چلند او جبري اېستلو په اړه ځانګړې غونډه شوې.

دغه غونډه کې افغان کډوالو سره غیر اسلامي او غیر انساني چلند او د اصولو خلاف په جبري ډول د هغوی اېستل غندل شوي او دغه کړنه یې د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب حقوقو خلاف عمل بلل شوی دی.

تېرو ۵ ورځو کې له پاکستانه شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ اېستل شوي

د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس بازمحمد عبدالرحمن سلام‌وطندار ته وویل، د اختر له ۴مې ورځې را په‌دې خوا، له پاکستانه د کډوالو د جبري اېستلو لړۍ له پیلېدو راهیسې، ۶۷۵ کورنۍ په جبري ډول د تورخم له لارې را اېستل شوي.
ورته وخت کې یوشمېر بیرته راستنېدونکې کورنۍ د پاکستاني پولیسو له بد چلند او خپلو ستونزو شکایت کوي.