د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد نن سهار وختي پر ټویټر لیکلي چې مشر یې تازه ګومارنې کړې دي.
نوموړي لیکلي چې د افغانستان بانک مخکینی سرپرست عبدالقاهر ادریس د اوبو او برښنا وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړې چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مخکینی مرستیال شرفالدین مسلم هم د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
د یادونې ده چې ذبېحالله مجاهد پرون پر ټویټر لیکلي و چې د مالیې وزارت مخکینی سرپرست هدایتالله بدري د افغانستان بانک د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ، هدایتالله بدري څو ورځې وړاندې د مالیې وزارت د سرپرست په توګه له دندې استعفا کړې وه او استعفا یې هم د اسلامي امارت د مشر هبتالله اخوندزاده له لوري منل شوې وه.