Asset 1SWN

افغانستان؛ په ۱۰ ورځو کې ۱۶ کسان د جنايي پېښو له کبله وژل شوي

جرم_های-جنایی-q0ng71g8tbtomqgi3tchw1qdmad9dwvpyz50hbukqw

د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مرموزو وژنو په دوام، په وروستیو ورځو کې رسنیو داسې ډېر راپورونه خپاره کړي چې د جنايي جرمونو پېښې انعکاسوي او ناپېژنده وسله‌والو په‌کې ملکیان او د تېر حکومت نظامیان موخه ګرځولي دي. سلام‌وطندار په دغه راپور کې د تېرو ۱۰ ورځو پر مهال د هغو وژنو پېښو ته کتنه کړې چې جزیات یې خپاره شوي دي.

د اګېسټ میاشتې په لومړۍ ورځ، غزنی او بغلان د دوو وژنو شاهدان وو. په لومړۍ پېښه کې چې په غزني کې شوې، ناپېژنده وسله‌والو د دغه ولایت د ګیرو ولسوالي په زوزغوی سیمه کې د صدیق په نوم یو کس وژلی دی. په بله پېښه کې چې پر همدې ورځ په بغلان کې شوې، ناپېژنده وسله‌والو د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالي په «ساحه سرک سه» سیمه کې یو ځوان اسماعیل د خپل کور مخې ته وژلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دغو پېښو یوه ورځ وروسته، په کندوز کې د «مهدیه» په نوم د یوې ښځینه ښوونکې د وژلو خبر خپور شو. د دې ښځې خپل وحیدالله سلام‌وطندار سره په مرکه کې د ورته پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د کندوز امنیتي مسوولان د دې پېښې په اړه وايي چې اوس یې هم د عاملانو نښه کولو لپاره څېړنې روانې دي. د کندوز د امنیې قومانداني ویاند جمعه‌الدین خاکسار زیاتوي: «زموږ امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د دې مېرمنې قاتلان ومومي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.»

له دغو پېښو دوه ورځې وروسته په تخار کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري د معصومې په نوم د یوې ښځې د وژل کېدو خبر چې د خواجه‌غار د جلم‌خور سیمې اوسېدونکې وه، خپور شو.

د اګېسټ پنځمه، د سه‌شنبې ورځ روزګان او غزني هم د جنايي پېښو چې د رسنیو له لوري یې په اړه خبرونه خپاره شول، شاهدان وو. د روزګان په پېښه کې د رضا په نوم یو کس چې شخصي دوښمني یې لرله، ووژل شو او قاتل یې عبدالغفور ونیول شو. پر همدې ورځ یو بل خبر خپور شو چې یو کس په مرمۍ وژل شوی او مړی یې د غزني حوزوي روغتون ته لېږدول شوی دی.

ناپېژنده کسانو د اګېسټ په شپږمه هم د جلا جلا پېښو پر مهال په بدخشان او پروان کې دوه کسان ووژل. ویل کېږي چې د بدخشان په پېښه کې د فریدون په نوم چې په تېر حکومت کې د امنیتي ځواکونو غړی و، وژل شوی دی.

همدارنګه، ناپېژنده وسله‌والو د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالي په باعث‌خېلو کې هم د احمدخېل په نوم یو کس چې په کرونده کې پر کار بوخت و، په مرمیو وواژه. د احمدخېل یو خپل عبدالقدیر په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «زما نوم قدیر دی، زه یې خپل یم. وسله‌والو کسانو د زمري په پنځلسمه هغه په خپل باغ کې وواژه. دولت تر اوسه د دې وژنې په اړه جزیات نه لري او له موږ سره یې شریک کړي نه‌دي.»

د دې تر څنګ، د اګېسټ په اوومه په ننګرهار، روزګان او سرپل ولایت کې د جلا جلا پېښو پر مهال څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. ناپېژنده کسانو پر همدې ورځ د ننګرهار د سرخ‌رود ولسوالي په شیخ مصري ښارګوټي کې یوه کور ته لاسي بم غورځولی چې له کبله یې دوه ماشومان وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون، درې نور ټپیان شوي دي.

د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې هم یو کس د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوی دی. دغه راز، پر همدې ورځ یو راپور خپور شو چې ناپېژنده کسانو په سرپل کې یو پخوانی نظامي وژلی دی.

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اګېسټ په نهمه هم په تخار او غزني کې د جنايي جرمونو د درېوو پېښو راپورونه خپاره شول. له دې ډلې، په تخار کې دوه پېښې شوې وې چې په لومړۍ هغې کې ناپېژنده کسانو د تخار په فرخار ولسوالي کې دوه کسان وژلي وو، خو محلي مسوولانو تر اوسه دا پېښې سلام‌وطندار ته تایید کړې نه‌دي. په دویمه بېښه کې بیا ناپېژنده کسانو د تخار په درقد ولسوالي کې د اکرم په نوم یو کس په خپل کور کې په مرموز ډول وژلی و او مېرمن یې ټپي کړې وه.

همدارنګه، پر دې ورځ په غزني کې هم د تېر حکومت د یوه سرتېري جسد روغتون ته لېږدول شوی و. دا پېښې داسې مهال کېږي چې د سرپرست حکومت د امنیتي ادارو مسوولان تل خلکو ته ډاډ ورکوي چې هېواد کې یې امنیت خوندي دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام