د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلاماباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال ادعا وکړه چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو څخه پاتې وسلې د ترهګرو ډلو لاس ته ورغلي او دغه کار د پاکستان په ګډون، د سیمې لپاره ګواښ دی. زهرا بلوچ ویلي چې اسلاماباد په دې اړه د ا.ا له چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
خو د ا.ا ویاند ذ.بېح.الله م.جاهد د نوموړې څرګندونې بېبنسټه بولي او وايي، هېڅوک یا ډله په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې شویو وسلو ته لاسرسی نه لري. د نوموړي په وینا، ا.ا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره یا پوځي تجهیزات د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هغه زیاتوي: «دا څرګندونې په بشپړ ډول بېبنسټه دي. ټولې وسلې ثبت شوي. له مسوولو ادارو پرته هېڅوک دغو وسلو ته لاسرسی نه لري. د دغو وسلو د اېستلو لاره نشته چې څوک یې قاچاق یا هم په خپل سر وکاروي. پاکستان باید دا ډول تورونه ونه لګوي.»
په همدې حال کې د پوځي چارو یوشمېر کارپوهان دغه احتمال ناشونی ګڼي چې ترهګرې ډلې دې په افغانستان کې له امریکا پاتې شوې وسلې ترلاسه او له هېواد څخه بهر ته قاچاق کړي.
دوی وايي، پاکستان او چین د خپلو موخو او ګټو په هڅه کې دي او غواړي له دې لارې پر اسلامي امارت فشار راوړي. د پوځي چارو کارپوهان اسدالله ندیم او صدیق شینواری وايي:
«دا څرګندونې تبلیغاتي او سیاسي اړخ لري. پاکستان غواړي خپلې ځینې غوښتنې په یواړخیز ډول پر اسلامي امارت ومني؛ نو ځکه د دا ډول مسایلو له لارې پر اسلامي امارت فشار راوړي.»
«پاکستان غواړي په داسې څرګندونو سره سیاسي ګټه واخلي. د نړیوالې ټولنې پام ځان ته را واړوي چې مرستې ورسره وکړي. همدارنګه، غواړي فشار راوړي، څو هغه ژمنې چې په دوحه کې شوي، عملي شي.»
پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې له امریکایانو څخه پاتې وسلې او پوځي تجهیزات ترهګرې ډلې پیاوړې کوي، خو اسلامي امارت تل دا ادعاوې رد او هغه یې بېبنسټه بللې دي.