Asset 1SWN

عباس ستانکزی: ګاونډیان دې له خپلې خاورې د افغانستان امنیت نه ګواښي

20230824_213540-qbe7b0ydz6mki116clk3meheanpgti4emywzd46qh4 (1)

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزي نن (د وږي دویمه، د پنجشنبې ورځ) په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره یې پر وړاندې نه کارېږي، خو زیاتوي چې ګاونډیان دې هم له خپلې خاورې د افغانستان امنیت نه ګواښي. هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې له افغانستان سره د ګډو پولو امنیت خوندي کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي له امریکا او اروپا څخه وغوښتل چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولري او د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړي. هغه یو ځل بیا له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.

ستانکزی زیاتوي: «اسلامي امارت باید د ټولو پر مخ د علم دروازې پرانېزي او په حکومت کې د مسلکي کسانو لپاره د کار اسانتیاوې برابرې کړي. د اسلامي امارت وجیبه ده چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو لپاره د کار اسانتیاوې برابرې کړي.»

په همدې حال کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رییس شفېع‌الله ثاقب په دې غونډه کې وویل، ځینې ډلې افغانستان کې مذهبي اختلافونو ته لمن وهي. هغه له خلکو غواړي چې خپل یووالی وساتي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو راهیسې د ګاونډیو هېوادونو چارواکو په ځلونو د خپلو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاورې د کارېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړي، خو اسلامي امارت یې تل دا ادعاوې بنسټه بللې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام