Asset 1SWN

پکتیا کې «څارویو ته د لېونتوب اوانترکس» ناروغيو د واکسین تطبيق پیل شو

FB_IMG_1714366203246

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې یې د زرګونه څارویو ته د لونتوب او انټرکس ناروغۍ مخنیوي په پار د واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل کړی دی.

د یا ریاست د معلوماتو له مخې، د واکسینونو دغه کمپاین د افغانستان لپاره «د هالنډ کېټې» په مالي مرسته د دې ولایت په مرکز او يوشمېر ولسوالیو کې پیل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر نورالله دروېش وايي، په کوچنیو څارويو کې د لېونتوب او انترکس ناروغۍ ګواښونکې ناروغي دي چې ډېری وخت يې له امله څاروي له‌منځه ځي.
نوموړي وويل چې د مرکز ګردېز په ګډون روحانی بابا، وزې ځدران، احمدابا، سیدکرم، احمد‌خېل، ځاځي‌اریوب، ډنډپټان او جاڼي‌خېلو ولسواليو کې به ۲۵زره ډوزه د څارويو د لېونتوب او ۸۵زره ډوزه به د څارويو داخلي چينجيو«انترکس» واکسين او درمل تطبيق شي.

د هغه په وینا، د یادو واکسینونو بیه لوړه ده او مالداران يې په شخصي لګښت خپلو څارويو ته نه‌شي ورکولی. ځينې مالداران بيا وايي، سږکال يې څارويو ډېرې ناروغي پيدا کړې دي. دوی زیاته کړه چې څارويو کې يې د زيړي، رخښتو او نورې ناروغۍ پیدا شوي.
یاد څاروي‌لرونکي له کرنې رياست او موسسو غوښتنه کوي چې د دې واکسينونو ترڅنګ دې د څارويو نورو ناروغيو مخنيوي کې هم له مالدارانو سره اړينې  مرستې وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

څو ورځې وړاندې هم د پکتيا بېلابېلو سيمو کې د کرنې رياست له‌خوا ۴زره څارويو ته د پرازیټونو ضد واکسين ورکړل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام