د پکتیا محلي مسوولان وايي، له څارویو انسانانو ته د یوې وژونکې ناروغۍ د لېږد مخنیوي له امله یې یاد ولایت کې د غټو څارویو پر پلور بندیز لګولی دی.

د مسوولانو په وینا، د تېرو دوو اوونیو راهیسې د دغه ولایت په څارویو یو ډول وژونکې ناروغۍ موندل شوې او له همدې امله یې پکتیا کې د غټ څاروي د غوښې پر پلور بندیز لګولی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس خالقیار احمدزي سلام‌وطندار ته ویلي، د ګردېز ښاروالۍ له لوري په مرکز او ټولو ولسوالیو کې په غواګانو کې د خپرې شوې ناروغۍ له امله د غټو څارویو د غوښې پر پلور بندیز ولګېد او هېڅوک نشي کولای چې د ګردېز ښاروالۍ تر وروستې خبرتیا پوري غټ څاروي حلال او غوښې یې وپلوري.

احمدزي زیاته کړې چې دا پرېکړه یې د پکتیا اوسېدونکو د خوندیتوب او همدارنګه د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه کړې او هڅه روانه ده چې شوې پرېکړه په ټوله پکتیا کې عملي کړي.

همدارنګه د پکتیا یوشمېر اوسېدونکي وایي چې تر لوی اختر وروسته د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په غواګانو کې یو ډول ناعلاجه ناروغۍ لیدلې چې کله څاروي ونیسي تر درېوو ورځو پورې یې له‌مینځه وړي او د خپرېدو په حال کې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دغه ناروغۍ په ننګرهار او خوست ولایتونو کې هم خپره شوې چې تراوسه یې له امله لسګونه څاروي له‌منځه تللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام