د خوست محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د څارویو یو ډول ناروغي پیدا شوې چې له امله یې ګڼ څاروي له‌منځه تللي دي.

د خوست د کرنې رییس وایي چې دغه ناروغۍ د «لمپي سکېن» یا د څارویو د پوستکي ناروغۍ په نوم یادېږي چې په لومړي ځل د خوست د لکڼو په سیمه کې راپیدا شوې چې اوس د دغه ولایت بېلابېلو سیمو ته خپره شوې او ګڼ‌شمېر غواګانې یې له‌منځه وړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوست د کرنې رییس زیاتوي چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره هېڅ امکانات نه‌لري او نه هم اړوند وزارت او مرستندویه ادارو ورسره مرسته کړې ده.

د نوموړي په وینا، که د څارویو د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ورسره مرسته ونشي، لمن به یې پراخه او خلکو ته به زیان ورسوي. په ورته وخت کې د خوست اوسېدونکي وایي چې یاده ناروغۍ شاوخوا دوه میاشتې مخکې دې ولایت کې په څارویو کې لیدل شوې وه.

د دوی په وینا، هغه مهال یې له مسوولانو سره د یادې ناروغۍ د مخنیوي په اړه خبرې کړې وې، خو وایي، چا یې غږ وانه‌‌ورېد او تراوسه دې برخه کې کوم اقدام نه دی شوی.

د خوست اوسېدونکي عزیز وویل: « تراوسه هېڅ واکسین نشته، دا کوم واکسین چې له پاکستان څخه راته، دا ډېرو مالدارانو څارویو ته تطبیق کړی، خو نتیجه یې سمه نه وه. هر مالدار چې تطبیق کړی، مرض یې زیات کړی، خو کم شوی نه دی.»

په ورته مهال د خوست د اسماعیل‌خېلو او لکڼو سیمو اوسېدونکي وايي چې یادې سیمې اوسېدونکي بې‌وزله دي او ګڼې کورنۍ د غواګانو د شيدو او مستو د خرڅلاو له لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي چې د یادې ناروغۍ په خبرېدو سره یې غواګانې مړې شوې او خلکو ته یې سخت اقتصادي زیان اړولی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خوست ترڅنګ د پکتیا ولایت د کرنې ریاست چارواکي هم وایي چې په دې ولایت کې د څارویو د لمفي سکېن ناروغي په کمه اندازه  پیدا شوې، خو په وینا یې، تر دې دمه یې کوم څاروی له‌منځه نه دی تللی او خلک په خپل شخصي لګښت خپل څاروي واکسینوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام