د خوست یوشمېر اوسېدونکي وايي، د کورونا دويمه څپه ښايي له لومړۍ هغې ډېره خطرناکه وي؛ ځکه په وينا يې، سړه هوا تر ډېره د دغه وژونکي ویروس په ژوندي پاتې کېدو مرسته کوي.
د خوست اوسېدونکي له هغه وروسته دا اندېښنه څرګندوي چې د کورونا وايروس لومړۍ څپې په ټوله نړۍ، په ځانګړي ډول افغانستان کې ګڼشمېر کسان مړه کړل.
د خوست یوه اوسېدونکي ناصر حقمل سلاموطندار ته ویلي چې تېر ځل د روغتيايي لارښوونو د نه عملي کولو له کبله ډېر خلک پر کورونا ویروس اخته شول.
هغه وايي، که روغتيايي مسوولان دا ځل پر وخت خلکو ته د روغتيايي لارښوونو د عملي کولو په اړه عامه پوهاوی او ترڅنګ يې د دغې وژونکې ناروغۍ په اړه معلومات ورکړي، مثبت اغېز به يې ډېر وي.
د نوموړي په وینا، د دغه ولایت اوسېدونکي کورونا جدي نه ګڼي او که عامه پوهاوی ور نه کړل شي، ستر ناورین به جوړ شي.
د خوست یو بل اوسېدونکی سيدالله چې یو ځل پر کورونا ویروس اخته شوی، له سلاموطندار سره په مرکه کې ویلي، لومړی چې پر دغه ویروس د اخته کېدو په اړه خبر شو، وارخطا شو، خو وروسته یې چې روغتیايي لارښوونې او د چارواکو سپارښتنې عملي کړي، روغتیايي وضعیت یې ورو ورو ښه کېده.
د نوموړي په وینا، که له کورونا سره پام و نه شي، کېدای شي د انسان د مرګ لامل شي، خو که د ماسک وکاروي، واټن په پام کې ونیسي او له ګڼې ګوڼې ځان وساتي، دغه ناروغي د اندېښنې وړ نه ده.
هغه زياتوي، هغه کسان چې په ځان کې د کورونا نښې نښانې ويني، لومړی بايد په کور کې ځان کورنټین کړي، څو د کور نورو غړیو ته یې ور نه شي او داسې خواړه هم وخوري چې د کورونا په مخنيوي کې ګټور تمامېږي.
د خوست د عامې روغتیا رياست د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په دغه ولايت کې د کورونا ۴۹۵ پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۴۲۹ کسان بېرته روغ شوي او ۴۲ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
روغتيايي چارواکي پر خلکو غږ کوي چې د کورونا د دويمې څپې د مخنيوي په موخه خپل ځانونه کورنټین او روغتيايي سپارښتنې په پام کې ونيسي.
د خوست د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغیو د څانګې مسوول ګلاحمدشاه سلاموطندار ته ویلي چې خلک باید د کورونا د دویمې څپې لپاره بشپړ چمتووالی ولري او وقایوي لارښوونې په پام کې ونیسي.
ډاکټر ګلاحمدشاه وايي، له هغه مخکې چې د کورونا دويمه څپه زور واخلي، په دغه ولايت کې یې د شل بستريز انتاني روغتون جوړولو کار پيل کړی چې په وینا یې، ډېر ژر به بشپړ او ګټې اخيستو ته وسپارل شي.
هغه وايي، د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې یې لازم تدابیر نیولي او پر کورونا ویروس د اخته کسانو د شمېر په ډېروالي سره به ترې ګټه واخلي. نوموړی وايي، اوس یې په خوست کې د دغه ویروس په اړه د عامه پوهاوي پر مټ کورونا کنټرول کړې ده.
روغتياپالان ټينګار کوي چې له اړتيا پرته له کوره بهر نه وتل، د ماسک او سابون کارول او له مايعاتو نه ډېره ګټه اخیستل هغه څه دي چې د کورونا ناروغۍ په مخنيوي کې اغېزناک تمامېږي.
هیلو کاروان راډیو – خوست
دغه راپور د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د منځپانګې مسوولیت یې یوازې د هیلو کاروان راډیو پر غاړه دی او د اروپايي ټولنې لیدلوری نه ښيي.