Asset 1SWN

سلام وطندار

د خوست نادرشاه‌کوټ کې نهه کاله مخکې جوړ شوی روغتون نه دی فعال شوی

20230118_143101

د خوست د نادرشاه‌کوټ ولسوالي اوسېدونکي دغه ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو له نه‌شتون څخه شکایت کوي.

د یادې ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وایي، سره له دې چې دغې ولسوالي کې ۹ کاله وړاندې د ۳۰ بستریز روغتون لپاره ودانۍ جوړه شوې، خو تراوسه یې فعالیت نه دی پیل کړی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی زیاته کړه چې د روغتون ودانۍ د نادرشاه‌کوټ ترڅنګ د سپېرې، دوه‌منده او تڼیو ولسوالیو لپاره جوړه شوې، خو نه د تېر حکومت له‌خوا پرسونل او امکانات ورکړل شوي او نه هم اوسني حکومت ورته پام کړی دی.

د د نادر شاه‌کوټ ولسوالي د اوسېدونکو په وینا، یاده ولسوالي دا مهال یوازې یو کوچنی کلینیک لري چې د ټولو ناروغانو لپاره په‌کې درمل نه پیدا کېږي او مسلکي ډاکټران هم نه‌لري.

د نادرشاه‌کوټ ولسوالي اوسېدونکي حاضرمحمد سلام‌وطندار ته وویل: «تراوسه د ډاکټرانو پرسونل چې دی ډېر کم دی. خلکو ته خدمات په سم ډول نشي وړاندې کولای، ځکه دوی یو‌ایم‌ډي ډاکټر لري، خو د ورځې ورته له دوه سوه نیولې تر دوه سوه پنځوس ناروغان راځي. دا هېڅ د منلو وړ نده په‌ دې کې اوس د کوچني کلینیک خدمات وړاندې کېږي، یعنې وسایل شته، خو د مسلکي ډاکټرانو تراوسه تعین بست نه دي شوي.»

په ورته مهال د نادر شاه‌کوټ ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي چې د هوا په سړېدو سره سیمه کې تنفسي ناروغۍ هم زیاتې شوي او خلک یې ستونزو سره مخ کړي دي.

بل‌خوا د خوست ولایتي مسوولان بیا وايي، نادرشاه‌کوټ ولسوالي کې د ۳۰ بستریز روغتون د فعالیدو چارې وروستۍ شوي او نږدې ورځو کې به یې یوې مرستندویه موسسې ته ورکړي چې خلکو ته خدمات پیل کړي.

د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکټر فضل‌کریم مندوزي وویل: «د ولسوالي په کچه چې دا کلینیک جوړ شوی، دا دېرش بستریز روغتون په صفت جوړ شوی. موږ ته یې مکتوب راغلی ټول کارونه یې خلاص شوي، فقط چې موسساتو ته یې وسپارو یعنې چې موسسات چې د پرسونل مسوولیت پر غاړه واخلي، که احیانا په دا یو یا دوو میاشتو کې ونشو، خو په راتلونکې کې به یې خامخا فعالوو. موږ ته یې مکتوب راغلی ټول کارونه یې خلاص شوي.»

د یادونې ده چې د نادرشاه‌کوټ ولسوالي د ۳۰ بستریز روغتون لپاره جوړه شوې ودانۍ کې اوس یوازې د یوه کلینیک د پرسونل له‌خوا، خلکو ته لومړني خدمات وړاندې کېږي چې هغه هم بسنه نه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خوست د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي زیاتوي چې له تېرو شو کلونو راهیسې ورته د روغتیا برخه کې معیاري خدمات نه دي وړاندې شوي او د ځاځي میدان، صبریو، سپېرې او نادرشاه‌کوټ ولسواليو په څېر یوشمېر سیمو کې جوړ شوي کلینیکونه کوچني او درمل او مسلکي ډاکټران په‌کې کم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام