غزني کې ۲۴۹ ښوونځي ودانۍ نه لري

د غزني اوسېدونکي د نورو ستونزو ترڅنګ، شکایت کوي چې په دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي ښوونځیو ته لاسرسی نه لري او هغوی چې ښوونځیو ته ځي، په ازاده فضا کې ژوند کوي. د غزني په مرکز او ولسواليو کې يو‌شمېر اوسېدونکي او ښوونکي د ښوونځيو د ودانيو له نه موجودیت څخه سر ټکوي او دې برخه کې پر حکومت نيوکه کوي.

د دایکندي د اشترلي ولسوالي اوسېدونکي په خپل لګښت یو ښوونځی جوړوي

د دایکندي د اشترلي ولسوالي د جنګان کلان سیمې اوسېدونکو د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره چې دوه‌نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او لګښت یې هم خلک ورکوي، ايښې ده. د دایکندي د پوهنې رییس عنایت‌الله سهار په دې اړه خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې په جوړېدو سره به یې ۶۳۵ زده‌کوونکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

خوست کې د موزیم ودانۍ نشتون تاریخي اثار د له منځه تلو ګواښ سره مخ کړي

د خوست یوشمېر فرهنګپالان او اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې په دغه ولایت کې د موزیم شاوخوا ۵۰۰ تاریخي او فرهنګي اثار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه کوټه کې ساتل کېږي چې د خلکو د لاسوهنې له امله د خرابېدو یا ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

هلمند کې د ښوونځیو د ودانیو نشتون له امله زده‌کوونکي پر ناروغیو اخته کېږي

هلمند کې یو‌شمېر ښوونځي چې ودانۍ نه‌لري، زده‌کوونکي یې د ګرمۍ او یخنۍ له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

د یادو زده‌کوونکو د کورنۍ غړي وايي، د ښوونځیو ودانیو نشتون له کبله یې اولادونه د اوړي او ژمي په موسمونو کې ناروغېږي. رحمت‌الله چې اولادونه یې دغه ښوونځي کې زده‌کړې کوي، وايي، ماشومان یې د ښوونځي ودانۍ نه‌شتون په دلیل ناروغېږي.

کابل کې ۶۴۰زره لوړپوړیزې ودانۍ د هوا د ککړتیا اصلي لامل دي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې کابل کې څه باندې ۶۴۰زره ناپلان شوې لوړپوړې ودانۍ شتون لري چې د ژمي په موسم کې د ډبرو له سکرو او نورو نامعیاري توکو څخه د ګرمولو لپاره استفاده کوي چې پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا اصلي لامل دي.

د خوست نادرشاه‌کوټ کې نهه کاله مخکې جوړ شوی روغتون نه دی فعال شوی

د خوست د نادرشاه‌کوټ ولسوالي اوسېدونکي دغه ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو له نه‌شتون څخه شکایت کوي.

د یادې ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وایي، سره له دې چې دغې ولسوالي کې ۹ کاله وړاندې د ۳۰ بستریز روغتون لپاره ودانۍ جوړه شوې، خو تراوسه یې فعالیت نه دی پیل کړی.