د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د هېواد د لرو پرتو سیمو خلکو ته روغتیايي خدمات په سمه توګه نه وړاندې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وزیر قلندر عباد نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې د هېواد په زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، بادغیس او خوست ولایتونو کې روغتیايي خدمتونه په نشت حساب دي او نورستان کې بیا خلکو ته هېڅ روغتیايي خدمات نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د یو‌شمېر ولایتونو اوسېدونکي هم نیوکه کوي چې په خپلو سیمو کې لومړنیو روغتیايي خدمتونو لاسرسی نه لري. د فاریاب اوسېدونکی صلاح‌الدین سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم دغه ولایت کې بېلا بېلې ناروغۍ خپرېږي، خو دوی یې د درملنې لپاره کافي درمل نه لري.

په ورته مهال د سرپل اوسېدونکی محمدظریف بیا وايي چې سیمه کې له کلینیک سربېره ډاکټران هم نشته چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړی زیاتوي چې دوی کلینیک او روغتیاپالانو ته اړتیا لري او حکومت باید هغه ځوانان چې د طب برخه کې یې زده‌کړې کړي او اوس وزګاره دي، په دندو وګوماري.

د غور اوسېدونکي بیا وايي چې د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د نه لاسرسي له امله مېندې روغتون ته له رسېدو وړاندې مړې کېږي. د دغه ولایت اوسېدونکی نجیب‌الله وايي چې اسلامي امارت باید دغه ولایت کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړي.

بل‌خوا د روغتیا برخې کارپوه فیاض صافی وايي، په روغتیايي برخه کې د نړیوالو مرستو د بندېدو له کبله په یو‌شمېر لرو پرتو ولایتونو کې خلکو ته په سمه توګه روغتیايي خدمات نه رسېږي.

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه وګړي په خپلو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه سازمان همداراز زیاته کړې چې افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دغه هېواد کې روغتیايي نظام له پاشلتیا سره مخ شوی او سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام