Asset 1SWN

د موسم بدلون؛ غزني کې د ښځو ترمنځ د «ساه لنډۍ ناروغي» ډېره شوې

شفاخانه_ی-ولایتی-غزنی-1-qn4uh0upyllqe5esfti8dlvru1enj5rgpxxpcfqjd4

غزني کې یو‌شمېر ناروغان او ناروغ‌لرونکي وايي چې د فصل «موسم» بدلون او دغه ولایت کې د خاورو او دوړو ډېروالی‎، لامل شوی چې د ښځو ترمنځ د ساه لنډۍ ناروغي پراخه شي.

بي‌بي‌ هاجر چې خپل ناروغ یې د غزني ښار یوه خصوصي روغتون ته راوړی، سلام‌وطندار ته وايي چې بازار کې خرڅېدونکي درمل یې د ناروغ پر ښه‌کېدو اغېز نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې وویل: «د ساه لنډۍ ناروغ لرم، ډېر بېړنی دی. کله چې ډېر کار کوي، ساه لنډي یې ډېرېږي. ناروغ مو درملو ته اړتیا لري او نه‌پوهېږم چې څه ډول درمل ورته واخلم او کله چې درمل هم ورته اخلم، اغېز نه‌لري. د بېلګې په توګه درمل او شربت چې استفاده کوي، اغېز پرې نه‌لري.»

ګېتي چې د خپلې ساه لنډۍ ناروغي درملنې لپاره د غزني ښار ته راغلې، وايي، د پلي تګ‌ پرمهال یې ساه لنډي ډېرېږي. هغې وویل: «له یوې مودې راهیسې یو تکلیف راته پیدا شوی چې کله پلی تګ کوم، ساه لنډي راته پیدا کېږي، کار کولو کې هم زیاتېږي. درمل چې خورم، ښه وي، که یې ونه‌خورم، تکلیف مې زیاتېږي او له درملو پرته ګذاره نه‌کېږي.»

بل‌خوا ایمل چې خپله مېرمن یې د درملنې لپاره د غزني حوزوي روغتون ته راوړې، وايي: «زما مېرمن ناروغه ده چې ډېره په تکلیف ده، ساه لنډي لري. درمل چې خوري ښه وي. کله چې درمل نه‌خوري، هماغه شان ساه لنډي لري. اوس مې ډاکټر ته راوستې، ووینو چې ډاکټر څه کوي. ډېر چې پلی تګ وکړي، دا ستونزه ورته پیدا کېږي.»

غزني کې ډاکټره مژګان احمدي وايي چې د ساه لنډۍ لومړنۍ ناروغي کولای شو چې په دودیزه توګه درمان کړو، خو په وینا یې، که ناروغي پرمختللې شي، باید ناروغ ډاکټر ته مراجعه وکړي.

هغې وویل: «که د ساه لنډۍ نښې وې، په سختۍ یې ساه اخیسته، د زړه درزا یې ډېره وه او غږ ترې راوته او ټوغی یې هم ډېر و، دلته بیا موږ لومړی معاینې کوو، لابراتواري معاینې. کورنۍ درملنه یې یوازې دارچین دی. یو ډول بوټی دی چې د ستوني او دماغو د عفونت ضد دی چې موږ ورته وړاندیز کوو، که یې ګټه ونه‌کړه، موږ باید له کم لګښت او هغه درمل چې زیان نه‌لري، ورته ورکوو.»

په همدې حال کې د غزني د عامې روغتیا رییس رسول‌خان نظري سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم د مېرمنو ترمنځ د ساه لنډۍ ناروغي ډېره ده، خو د دغه ولایت روغتونونو یې د درملنې توان لري.

هغه وویل: «ساه لنډي یوه موسمي ناروغي ده چې موسمونو کې خپرېږي. ژمي او سړه هوا کې ډېرېږي او رښتیا هم د مېرمن ترمنځ ډېره ده چې د هوا په سړېدو او موسم په بدلېدو سره زیاته شوې. دې برخه کې ټولو روغتونونو کې امکانات شته او انشالله چې د خلکو ستونزې تر یوه بریده حل شوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې ساه لنډي یوه ګواښونکې ناروغي ده، که درملنه یې ونه‌شي او مخکې لاړه شي، تنفسي سېسټم ته زیان رسوي او درملنه یې ستونزمنه کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام