Asset 1SWN

غزني کې د ۱۳ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډول شوي

-----------۰--۰--۰-

له تېرو څو ورځو راهيسې د غزني په يوشمېر ولسواليو کې د ١٣روغتيايي مرکزونو فعالیتونه ځنډول شوي او د دغو مرکزونو دروازې د ناروغانو پر مخ تړل شوي دي.

جغتو، واغظ او ناوور هغه ولسوالۍ دي چې یو یا هم دوه روغیتايي مرکزونه په‌کې تړل شوي. دغه‌راز جاغوري، اجرستان، ناوه، مالستان او ولي‌محمد شهید ولسوالیو کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې روغتیايي مرکزونه تړل شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه روغتيايي مرکزونه چې د غزني په بېلابېلو ولسوالیو کې تړل شوي د «روغتیا نړيوال سازمان» له‌خوا د هدف موسسې په همکاري تمویلېدل.

د غزني د جغتو ولسوالي روغتيايي مرکز کې ډاکټرې فريبا سلام‌وطندار ته وویل چې د يادو روغتيايي مرکزونو په تړل‌کېدو سره خلک له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شوي دي. «موږ داسې سیمه کې کار کوو چې خلک یې هېڅ روغتیايي خدمتونه نه‌لري. یو کال دې موسسې دلته کار وکړ، خلک ترې خوښ وو، اوس له بده‌مرغه تړل شوی.»

په ورته مهال د واغظ ولسوالي روغتيايي مرکز یوه نرسه، نرګس سلام‌وطندار وايي، دې چارې یادې ولسوالي کې خلک اغېزمن کړي دي. «پروژه مو پای ته ورسېده، وسایل یې راڅخه واخیستل، خلک ډېر خپه دي، هغه روغتیايي خدمتونه چې ورته وړاندې کېدل، اوس پرې بند شول. ډېر اغېزمن شوي دي.»

د دغو روغتيايي مرکزونو د تړل‌کېدو له امله د غزني د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي هم د درملنې په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي او په خپلو ولسواليو کې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د غزني د واغظ ولسوالي اوسېدونکی حيات‌الله له سرپرست حکومت او همکارو بنسټونو غوښتنه کوي چې د خلکو د ستونزو په پام کې نيولو سره دې دغه روغتيايي مرکزونه بېرته فعاله کړي.

هغه وویل:«دا کلینیکونه په دغه ساحه کې وو چې هغه نسبتا له ښار څخه ډېر لرې پرته سیمه هم، زموږ غوښتنه دا ده، د سیمې د یوه اوسېدونکي په حیث چې ژر تر ژره هم دغه مشکل حل شي او دغه کلینیکونه بیاځلې فعال شي.»

په همدې حال کې د غزني د عامې روغتیا رییس رسول‌خان نظري هم د دغه ولایت په ولسوالیو کې د ۱۳روغتیايي مرکزونو د تړل‌کېدو خبره تاییدوي او وایي چې د فبرورۍ میاشتې په پای کې د بودیجې د نشتوالي له امله د دغو روغتیايي مرکزونو فعالیت بند شوي دي.

هغه وویل: «رشتیا هم د غزني ولایت کې ۱۳ کلینیکونه، د ډبلیو‌اچ‌او په مالي لګښت چې د هدف موسسې له‌خوا تطبیق‌کېده، د مختلفو ولسوالیو د سپینو ساحو خدمات وړاندې کول، خو بدبختانه د فبر‌ورۍ پر اخره نېټه باندې یې خپل فعالیت درولی دی. د دوی په وینا، دوی د بودیجې کمښت سره مخ دی او د کلینیکونو د مصارفو د مخ وړو لپاره کومه ځانګړې بودیجه نه‌لري او په دی بنا باندې خپلو کلینیکونو فعالیت ځنډولي دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د غزني په ولسوالیو کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه‌لاسرسی د دغه ولایت د اوسېدونکو له اساسي ستونزو څخه دی چې اوس د ۱۳روغتيايي مرکزونو په تړل‌کېدو سره دغه ستونزه دوه برابره شوې او لسګونه زره کورنۍ له روغتيايي خدمتونو بې‌‌برخې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام