له افغانانو سره مرستو کې د لاسوهنې په اړه د امریکايي سناتور ادعا؛ ا.ا یې نه مني

د امریکا یوه جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد کانګرېس ته یوه لایحه وړاندې کړه چې له مخې یې باید له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو لړۍ تر هغه وخته ودرول شي چې د روڼتیا په اړه یې ډاډ نه وي ترلاسه شوی.

فراهي: د رسنیو کارکوونکې دې د امربالمعروف وزارت سپارښتنو ته پام وکړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، دغه وزارت د رسنیو کارکوونکو ستونزو ته رسېدنه کوي. د یاد وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي وايي، د رسنیو کارکوونکي د امربالمعروف وزارت سپارښتنو ته پام نه‌کوي. خبریالې حاجر سلام‌وطندار ته وویل، اقتصادي ستونزې او اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې لویې ننګونې دي.

غزني کې د ۱۳ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډول شوي

له تېرو څو ورځو راهيسې د غزني په يوشمېر ولسواليو کې د ١٣روغتيايي مرکزونو فعالیتونه ځنډول شوي او د دغو مرکزونو دروازې د ناروغانو پر مخ تړل شوي دي.

جغتو، واغظ او ناوور هغه ولسوالۍ دي چې یو یا هم دوه روغیتايي مرکزونه په‌کې تړل شوي. دغه‌راز جاغوري، اجرستان، ناوه، مالستان او ولي‌محمد شهید ولسوالیو کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې روغتیايي مرکزونه تړل شوي.

لوګر کې د فوتسال پیل شویو سیالیو اتلولي «پېروزي» لوبډلې وګټله

د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري په مرکز پل‌علم کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالي د «پېروزي» لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالي د فوټسال عمومي فدراسیون ریاست له لوري پیل شوې وې چې یوه‌نیمه میاشت یې دوام وکړ.

د تورخم دروازه د ناروغانو تګ‌راتګ پرمخ پرانېستل شوه

له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازه نن پنج‌‌شنبه د کب ۲۴مه د ناروغانو پرمخ بېرته پرانېستل شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌الله قریشي رسنیو ته په استولي یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغه دروازه نن د ناروغانو پرمخ بېرته پرانېستل شوې. پاکستان دغه دروازه د ناروغانو پرمخ، ځکه تړلې وه چې په وینا یې، دغه هېواد ته تلونکي افغان ناروغان باید پاسپورټ او ویزه ولري.

پي‌اېس‌اېل؛ پېښور زلمي لومړۍ کوالېفای سیالي کې ملتان سلطانز سره لوبېږي

د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ سیالیو په لړ کې نن د پېښور زلمي لوبډله له ملتان سلطانز لوبډلې سره لومړۍ کوالېفای لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شپه د پاکستان پر وخت نهه او د افغانستان پر ۸:۳۰ بجو راولپندۍ کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

هلمند کې د کبډي لوبې «رمضان جام سیالي» پيل شوې

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د لسو ولسوالیو د کبډي لوبډلو ترمنځ د «رمضان جام سیالي» په نوم لوبې پیل شوې چې ۲۲ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو د پیل مراسمو کې د یاد ولایت ورزش امر ابوجامي د یاد کلب مسوول الله‌نظر نظري او یو‌شمېر نورو چارواکو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د افغانستان بانک شنبه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې «شنبه، کب ۲۶مه» به «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک (پنج‌شنبه، د کب ۲۴مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به شنبه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.