Asset 1SWN

د تورخم دروازه د ناروغانو تګ‌راتګ پرمخ پرانېستل شوه

download

له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازه نن پنج‌‌شنبه د کب ۲۴مه د ناروغانو پرمخ بېرته پرانېستل شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌الله قریشي رسنیو ته په استولي یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغه دروازه نن د ناروغانو پرمخ بېرته پرانېستل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، هغه ناروغان چې پر سرطان اخته وي او دغه ولایت کې د ځانګړي کمېسیون شپږ میاشتني کارټونه ولري، کولای شي، پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي.

قریشي همداراز زیاته کړه چې نااعلاجه ناروغان دې ننګرهار کې روغتیا کمېسیون ته مراجعه وکړي، څو «ریفرشیټ یا خط» ترلاسه او پاکستان ته د تلو اجازه ورکړل شي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌الله قریشي ټينګار وکړ چې دغه دروازه درې ورځې وړاندې د پاکستان له‌خوا د ناروغانو د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې وه.

پاکستان دغه دروازه د ناروغانو پرمخ، ځکه تړلې وه چې په وینا یې، دغه هېواد ته تلونکي افغان ناروغان باید پاسپورټ او ویزه ولري.

په دې ویډیويي پیغام کې صدیق‌الله قریشي زیاته کړې چې د یادې دروازې ترڅنګ پر ډیورنډ کرښه نورې دروازې هم د ناروغانو د تګ‌راتګ پر مخ پرانېستل شوي دي.

د نوموړي په وینا، تېره ورځ د کندهار والي شیرین اخند او د پاکستان جنرل کنسل په لیدنه کې هم پاکستاني لوري ته قناعت ورکړل شوی چې یادې دروازې د ناروغانو پرمخ پرانیزي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاکستان وخت ناوخت پر ډیورنډ کرښې دغه هېواد سره پرتې لارې د مسافرو او سوداګریزو توکو بار موټرو پرمخ تړلي چې له کبله یې سوداګر او خلک زیانمنېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام