Asset 1SWN

غزني کې د «جُلدي ناروغیو» ډېرېدو ښځې اندېښمنې کړي

شفاخانه_ی-ولایتی-غزنی-1-qn4uh0upyllqe5esfti8dlvru1enj5rgpxxpcfqjd4

د غزني د لرې پرتو سیمو یو‌شمېر مېرمنې وايي چې د ناڅرګنده لاملونو له امله پر یو ډول جلدي ناروغیو اخته شوې دي.

د یاد ولایت د خوګیاڼیو ولسوالي اوسېدونکې شهناز چې غزني ښار ته د خپلې جلدي ناروغي د درملنې لپاره راغلې، سلام‌وطندار ته وايي، له دې سربېره، خور یې هم پر دې ناروغي اخته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې وویل: «پر مخ مې یو ډول دانې راختلي، درې میاشتې کېږي چې له دې ستونزې سره مخ یم. له بازار مې درمل واخیستل، ګټه یې ونه‌کړه، نه‌پوهېږم چې دا د ګرمۍ له امله دی یا بل څه دي.»

د غزني یوه بله اوسېدونکې ثریا وايي چې د خپلې جلدي ناروغي درملنې لپاره یې ډېر درمل کارولي، خو په وینا یې، ګټه یې نه‌لرله. «ډېر کریمونه استفاده کوم، جلد یې راته ډېر خراب کړی، جلد مې چاودېدلی. پر لاس او مخ مې سرې دانې راختلي دي. کله چې هوا سړه وي، لاس او مخ مې سوزي.»

وحیدالله چې د خپلې لور جلدي ناروغۍ درملنې لپاره غزني ښار ته راغلی، وايي: «پر مخ یې یو ډول سرې دانې راختلي دي، د همدې لپاره مې ډاکټر ته راوستلې چې مشوره واخلم، څو معلومه شي چې څه دي، هسې نه‌چې خطرناکه وي.»

بل‌خوا د غزني د جلدي ښکلا ډاکټر عبدالمتین بها وايي چې کليوالي سیمو کې نجونې او مېرمنې، د درنو کارونو، مالدارۍ، کرنې او په خپل‌سري توګه د درملو کارونې له امله ډېری دغه مېرمنې پر جلدي ناروغیو اخته کېږي.

هغه وویل: «دوبي کې د ښځو ترمنځ جلدي، انټاني او فنګس ناروغي ډېرې لیدل کېږي، ژمي کې هم ځینې ناروغي پیدا کېږي، لکه د جلد وچېدل. د دې ترڅنګ نور عوامل یې په خپل‌سري توګه د درملو کارول دي چې له نورو لاملونو څخه یې دي.»

د غزني عامې روغتیا رییس رسول‌خان نظري وايي، هڅه کوي، څو د جلدي ناروغیو درملنې برخه کې ناروغانو ته امکانات برابر کړي. «د غزني ولایتي روغتون د جلدي ناروغیو برخه کې ډاکټرانو شتون نه‌درلود، خو نوي تشکیل کې مو جلدي څانګه فعاله کړه او د ډاکټرانو د ګومارنې په حال کې یوو چې تر یوه بریده د درملنې او درملو امکانات برابر شوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې رواني فشارونه، ناسمه تغذیه او د بې‌کیفیته ارایشي توکو څخه استفاده د هغو لاملون له ډلې شمېرل کېږي چې له امله یې، د جلدي ناروغیو لامل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام