Asset 1SWN

غزني کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

شفاخانه_ی-ولایتی-غزنی_-qc75zr5m8jksesua820ic516k1ycb8bvgitgyg3u6g

د غزني د ولایتي روغتون چارواکي وايي چې دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی چې بېلابېل لاملونه لري.

د غزني د ولایتي روغتون رییس نیازمحمد نوري سلام‌وطندار ته وايي چې د تېر یوه کال پرمهال دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د پام وړ لوړ شوی چې ستر لامل یې د کورنیو بې‌وزلي او د زېږون ترمنځ د واټن نه‌مراعتول په ګوته کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «خوارځواکۍ ډېری هغو کورنیو کې پیدا کېږي چې کافي خواړه ونه‌لري او یا نامتعادل خواړه مصرف کړي. له بده‌مرغه چې غزني د هغو لایتونو ډله کې دی چې د خلکو غذايي رژیم یې ناانډول دی. بل لامل یې د زېږون ترمنځ د واټن نه‌مراعتول دي؛ دوی نه‌پوهېږي چې د زېږون ترمنځ څومره واټن رامنځته کړي.»

سلیمه چې ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته دي او د درملنی لپاره یې، د غزني یوه روغتون ته راوړي، وايي: «ماشوم مې د شپږو میاشتو دی، د خواجه‌روشنای قلعه‌نو څخه راغلې یم، ځکه چې ماشوم مې پر خوارځواکۍ اخته دی. اوس یې وضعیت ښه دی. دا درېیم زوی دی، دوه مخکیني داسې نه‌وو، دا یې پر خوارځواکۍ اخته دی. امکانات، ډاکټر او هر څه شته.»

بل‌خوا جان‌محمد چې د غزني اوسېدونکی دی او د درملنې لپاره یې، خپل ماشوم روغتون ته راوستی، سلام‌وطندار ته وویل: «۱۳میاشتنی زوی مې دی. تراوسه نه‌کېښناستی شي، نه‌ګرځېدای شي، نه هم څه خوري. مخکې هم دلته بستر و، ستونزې یې لږ حل شوې، خو کور ته چې لاړو، بیا هماغسې شو. اوس بیاهم بستر دی، خدای ته هیله‌مند یم، ووینو چې ډاکټران څه وایي.»

غزني کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې روغتیایی مرکز مسوول محمدانور همت وايي، د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د خوارځواکۍ په اړه د خلکو ترمنځ د پوهاوی کچې لوړېدو له امله د خوارځواکۍ درملنې لپاره روغتون ته د مراجعه‌کوونکو شمېر زیات شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې غزني کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر لوړېدو سره هم‌مهاله د دغه ولایت پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې مرکز خپل بسترونه زیات کړي، څو هغه ناروغان چې بستر ته اړتیا ولري، په سمه توګه ورته رسېدنه وشي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام