Asset 1SWN

سلام وطندار

په ۲۰۲۵ کال کې هېواد کې د ښځینه خبریالانو حضور ۲۹ سلنه کم شوی

ښځینه خبریالانې

د مې درېیمې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسئولان وایي، د اقتصادي ستونزو له امله په ۲۰۲۵ کال کې هېواد کې د ښځینه خبریالانو حضور تر هغې د وړاندې کال په پرتله ۲۹ سلنه کم شوی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د پروګرامونو مسوول حسیب‌الله فرارون وایي، په ۲۰۲۴ کال کې ۸۹۳ ښځینه خبریالانو رسنیو کې فعالیت درلود، خو دغه شمېر په تېر میلادي کال کې ۶۳۴ ته راټیټ شوی.

«په ۲۰۲۵ کال کې په ټول افغانستان کې ۶۳۴ ښځینه خبریالانې فعالیت کوي چې نږدې ۲۹ سلنه کموالی مو درلود، یو کال مخکې ۸۹۳ ښځینه خبریالانو فعالیت کاوه. د ښځینه خبریالانو د فعالیت د کمېدو تر ټولو مهم لامل د رسنیو اقتصادي ستونزې دي، ځکه ځینو رسنیو د مالي امکاناتو د نشتون له امله له خپلو کارکوونکو سره قراردادونه پایته رسولي.»

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسئولان زیاتوي چې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو بندیز او مالوماتو ته د لاسرسي محدودیتونه، هېواد کې د رسنیو پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.

په همدې حال کې، د رسنیو یو شمېر مسوولان له اسلامي امارته غواړي چې د لوی اختر په مناسبت بندي خبریالان وبخښي او ازاد یې کړي.

د طلوع‌نیوز د نشراتو مشر فریدالله محمدي او د آریانا نیوز مشر مجیب‌الرحمن بهیر په دې اړه وایي:

«موږ له اسلامي امارته غواړو چې د لوی اختر په مناسبت هغه بندي خبریالان چې د اسلامي امارت په زندانونو کې دي، د شفقت له مخې خوشې کړي، څو اختر له خپلو کورنیو سره ونمانځي.»

«اجازه ورکړئ هغه خبریالان چې په زندان کې دي، د اختر ورځې د خپل پلار، مور او مېرمنې ترڅنګ تېرې کړي او هر جرم چې لري، عفو یې کړئ.»

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولان وایي، په تېر لمریز کال کې د رسنیو د ملاتړ په موخه د هېواد ۱۴۴ رسنیو ته د فعالیت جوازونه وېشل شوي او د رسنیو له ۱۰۰ څخه ډېرې سرغړونې ارزول شوې دي.

د دې وزارت د نشراتو معین حیات‌الله مهاجر فراهی وایي: «د رسنیو د ۱۱۱ سرغړونو په اړه بحث شوی، تر څېړنې لاندې نیول شوې او ورته حل لارې موندل شوي. همدارنګه، د خبریالانو د ستونزو ۲۶ قضیې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته راغلې وې چې حل شوې دي.»

د یادونې ده چې د مې درېیمه نېټه په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له لوري د مطبوعاتو د ازادۍ د ارزښت په اړه د پوهاوي لوړولو، د رسنیو د ازادۍ پر اساسي اصولو د ټینګار، د رسنیو د ملاتړ لپاره د دولتونو د هڅولو او همدارنګه د هغو خبریالانو د درناوي لپاره چې د دندې پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړی، د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام