د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ډېر ژر به پر هغه پلان بیاکتنه وکړي چې ایران استولی.
د راپورونو پر اساس، ټرمپ ویلي، د بیاکتنې ترڅنګ بیا هم فکر نه کوي چې یوه معامله به وکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې ایران امریکا ته یو ۱۴ مادهییز پلان استولی چې په کې د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې پایته رسولو، د سمندري محاصرې د ختمولو او د نه یرغل د تضمین غوښتنه شوې.
همدارنګه د امریکا ولسمشر تېره ورځ کانګرېس ته څرګندونو کې ویلي وو، له ایران سره جګړه پایته رسېدلې، خو ټینګار یې کړی چې نه غواړي ژر له دې تقابل څخه ووځي.
نوموړي زیاته کړې چې د ایران وړاندیزونه د منلو نه دي او دی ترې رضایت نهلري.
ورته وخت کې، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو ویلي، له امریکا سره د جګړې د بیا پیل لپاره چمتو دي او وايي، د دښمنۍ د بیا پیل “امکان” ځکه شته چې شواهد ښيي امریکا کوم تړون ته ژمنتیا نه لري.