په ۲۰۲۵ کال کې هېواد کې د ښځینه خبریالانو حضور ۲۹ سلنه کم شوی

د مې درېیمې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسئولان وایي، د اقتصادي ستونزو له امله په ۲۰۲۵ کال کې هېواد کې د ښځینه خبریالانو حضور تر هغې د وړاندې کال په پرتله ۲۹ سلنه کم شوی.

د مطبوعاتو ازادۍ نړیواله ورځ؛ خبریالان اطلاعاتو ته له محدود لاسرسي شکایت کوي

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، یو شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیت څخه شکایت لري.

دوی وایي، د ځینو حکومتي ادارو مسوولان پر وخت مالومات نه ورکوي او ځینې نور بیا یوازې محدود او ناکافي مالومات ورسره شریکوي.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د رسنیو ملاتړ ته ژمن یو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران د مې ۳مه د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، اسلامي امارت ټولنه کې د رسنیو پر اساسي رول باور لري.

هغه نن یکشنبه د ثور ۱۳ / مې ۳مه یوه ویډیويي کلپ کې ویلي، اسلامي امارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي د رسنیو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

د مطبوعاتو ازادۍ نړیواله ورځ؛ بنټ: ازادې رسنۍ سوله‌ییزه ټولنه کې مهم رول لري

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، ازادې رسنۍ، د بیان ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی د یوې سوله‌ییزې او فعالې ټولنې بنسټیز عناصر دي.

بنټ دا څرګندونې نن یک‌شنبه د ثور ۱۳/ مې ۳ د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت پر اېکسپاڼه کړي.

ډونالډ ټرمپ د ایران په ۱۴ماده‌ییز پلان بیاکتنه کوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ډېر ژر به پر هغه پلان بیاکتنه وکړي چې ایران استولی.

د راپورونو پر اساس، ټرمپ ویلي،  د بیاکتنې ترڅنګ بیا هم فکر نه کوي چې یوه معامله به وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې ایران امریکا ته یو ۱۴ ماده‌ییز پلان استولی چې په کې د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې پایته رسولو، د سمندري محاصرې د ختمولو او د نه یرغل د تضمین غوښتنه شوې.