د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران د مې ۳مه د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، اسلامي امارت ټولنه کې د رسنیو پر اساسي رول باور لري.
هغه نن یکشنبه د ثور ۱۳ / مې ۳مه یوه ویډیويي کلپ کې ویلي، اسلامي امارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي د رسنیو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.
نوموړي له ټولو رسنیو غوښتي چې خپل فعالیتونه د افغانستان د خلکو د دیني او فرهنګي ارزښتونو، د نشراتي پالیسۍ، ملي ګټو او د اشخاصو د حریم په چوکاټ کې تنظیم کړي.
د ده په وینا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملاتړ په پایله کې په ۱۴۰۴ کال کې له ۱۴۰ څخه زیاتو رسنیو او رسنیزو بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي.
خبیب غفران زیاته کړې چې د رسنیو په برخه کې پرمختګ شوی هڅه کوي چې د سیمینارونو په جوړولو سره، د رسنیو او دولت ترمنځ ښې اړیکې رامنځ ته کړي.