د کرېکټ بورډ له لوري د خوست په رحمت ولي مسرورلوبغالي کې د ۱۹کلنو ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو د غوراوي د پروسې خپلمنځي سیالۍ پیل شوې.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه پروسه تېره اوونۍ د روانې مې میاشتې ۱۷مه پیل شوې چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام ومومي او دویمه برخه به یې د جون میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۱۴نېټې دوام وکړي.
سیالیو کې د کورني کرېکټ د دویمې او لومړۍ درجې ولایتي سیالیو او د چټکې توپاچونې په برخه کې د ازادې سیالي د موندل شویو لوبغاړو په ګډون په ټوله کې ۶۴لوبغاړي ګډون لري چې په ۴ لوبډلو وېشل شوي دي.
په یاده لړۍ کې ټولې ۱۶سیالي کېږي چې هره لوبډله به پهکې اته لوبې ولوبوي.
دغه پروسه د روزنیزې ډلګۍ او د غوراوي کمېټې غړو له لوري له نږدې څارل کیږي او په پای کې به ترې له ۳۰ -۳۵ غوره لوبغاړي د چمتووالي د راتلونکو کمپونو لپاره غوره شي.