سلاموطندار د ۱۴۰۵کال د کانکور ازموینې له ۴۲ ګډونوالو څخه د مرکو پرمهال موندلې چې د یادو زدهکوونکو له ډلې ۳۰ یې، د خپلې خوښې او څېړنې پربنسټ او پاتې ۱۲ د کورنۍ، ټولنیزو او اقتصادي فشارونو له امله د خپلې خوښې تحصیلي څانګې ټاکلې دي.
په ټولیزه توګه یادو زدهکوونکو د طبي علومو، کمپیوټرساینس او انجینیري برخو کې اړوند پوهنځي ټاکلي چې، لسو طبي، نهوو کمپیوټر ساینس، شپږو انجینیري علوم او پنځو بیا اقتصادي برخه کې اړوند څانګې ټاکلې دي. همداراز درېوو خبریالي، دوو کرنه او اووه نور بیا د تحصیلي څانګې ټاکلو کې زړه نازړه دي.
هغو کسانو چې په خپله خوښه تحصیلي څانګې ټاکلي، وايي چې د شخصي علاقې، څېړنې او د کاربازار د اړتیاوو سربېره یې، د فارغانو د کارموندنې کچه او له استادانو سره د سلا مشورو له مخې، خپلې تحصیلي څانګې ټاکلې دي.
۱۸کلن محمدمصطفی ملکزی چې د کانکور ازموینې داوطلب دی او د معالجوي طب رشته یې انتخاب کړې، وایي: «د څانګې انتخاب په برخه کې مې د معالجوي طب رشته انتخاب کړې ده. د انتخاب دلیل مې دا دی چې غواړم له خلکو سره مرسته وکړم او د ټولنې په خدمت کې واوسم. که په هېواد کې ډاکتران زیات وي، خلک به لږ اړ شي نورو هېوادونو ته ولاړ شي او ژوند به یې آرام شي.»
د راپورموندنې ښيي چې د کورنۍ رول د رشتې په انتخاب کې په دوو بېلابېلو برخو کې څرګندېږي. ځینې کورنۍ د خپلو اولادونو د انتخاب ملاتړ کوي، خو ځینې نور بیا د داوطلب له تمایل پرته خپله پرېکړه کوي.
جلالالدین او محمداجمل چې دواړه ۱۸کلن او د کمپیوټرساینس څانګې ته لېواله دي، وایي چې کورنۍ یې د دوی ملاتړ کړی او اجازه یې ورکړې چې د خپلې علاقې او هدف له مخې پرېکړه وکړي.
جلالالدین وایي: «کورنۍ مې ماته د انتخاب بشپړه ازادي راکړې او ویلي یې دي چې هره رشته چې غواړم هماغه ولولم. هغوی ما هڅوي چې د خپلې علاقې په لاره کې دوام ورکړم.»
محمداجمل وايي: «کورنۍ مې تل ټینګار کړی چې د مشورې په اساس پرېکړه وکړم او هغه رشته انتخاب کړم چې خپله مې ورته علاقه وي. له همدې امله، وروستۍ انتخاب زما خپله پرېکړه وه.»
۲۰کلن الهامالدین سروري د کابل اوسېدونکی دی. هغه وایي چې کورنۍ یې د ده د تمې خلاف د طب او انجینیري رشتو ته ټینګار کوي: «د خپلې تحصیلي رشتې د نه انتخاب کولو دلیل دا دی چې زه غواړم د تجارت په برخه کې کار وکړم، خو کورنۍ مې وایي چې طب یا انجینري ولوله.»
له بلخوا، محمدیعقوب کوهستاني د کانکور ازموینې بل داوطلب دی؛ هغه ټینګار کوي چې د سمې پرېکړې لپاره مشوره اخیستل اړین دي: «طبیعي ده چې د رشتې د انتخاب پر مهال انسان له اضطراب سره مخ کېږي. دا ستونزې د تجربهکارو کسانو، استادانو او هغو خلکو په مشوره حل کېدای شي چې په دې لاره کې تجربه لري. د رشتې په انتخاب کې انسان باید د خپلې علاقې او شخصي غوښتنې له مخې پرېکړه وکړي.»
د سلاموطندار د څېړنې موندنې هم ښيي چې د راتلونکي کاري برخلیک په اړه اندېښنه د ډېری داوطلبانو ګډه ستونزه ده. د هغوی یوه برخه لا تراوسه ځانګړې رشته نه ده، ټاکلې او اصلي لامل یې د علاقې نشتوالی نه، بلکې له فراغت وروسته د وزګارتیا وېره بولي.
۱۹کلن خاتم یعقوبي وايي: «ما تر اوسه ځانګړې رشته نه ده انتخاب کړې، ځکه له ډېرو ستونزو سره مخ یم. مثلاً هغه کسان چې رشته یې نه ده انتخاب کړې، اوس مهال بېکاره دي. زما پرېکړه کورنۍ کوي چې رشته به مې طب وي.»
۲۳کلن سیداحمد حسیني وایي: «ما تر اوسه ځانګړې رشته نه ده انتخاب کړې. زما اندېښنه دا ده چې ډېر کسان داسې دي چې له خپلې انتخاب شوې رشتې وروسته پښېمانه شوي، ځکه په هغه برخه کې نه دي توانېدلي چې دنده ترسره کړي.»
له بلخوا، په دغه راپور کې له یوشمېر هغو کورنیو سره هم خبرې شوي چې زامن یې سږکال د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي. هغوی وایي چې د رشتې انتخاب باید د اولادونو د علاقې، وړتیا او استعداد پربنسټ وشي، څو هغوی په راتلونکي کې د ټولنې لپاره اغېزمن او بریالي افراد وګرځي.
۴۵کلنه سهیلا د کانکور ازموینه کې د ګډونکوونکي ځوان مور ده، هغه وایي چې د یوې مور په توګه یې هڅه کړې چې د خپل زوی د علاقې مطابق رشته وټاکي او له همدې امله یې د هغه بشپړ ملاتړ کړی دی: «زما باور دا دی چې هر ماشوم باید هغه رشته انتخاب کړي چې ورته علاقه لري او په هغه کې استعداد او توانایي لري. هېڅکله نه غواړم چې کومه رشته پر خپل اولاد تحمیل کړم. زه کولای شم خپل نظر او مشوره ورسره شریکه کړم، خو وروستۍ پرېکړه باید د هغه خپله وي. زه د یوې مور په توګه له هغه بشپړ ملاتړ کوم.»
د ښوونې او روزنې کارپوهان هم د رشتې په انتخاب کې د کورنۍ پر مهم رول ټینګار کوي او وایي چې د ازاد انتخاب زمینه برابرول د ځوانانو د تعلیمي بریالیتوب لپاره مهم اغېز لري.
د ښوونې او روزنې کارپوه جمالالدین سلیماني وایي: «کله چې پر زدهکوونکي کومه رشته تحمیل شي، د هغه علاقه کمه کېږي او نشي کولای په سمه توګه درس زده کړي. دا بېعلاقګي د دې لامل کېږي چې نه یوازې پرمختګ ونه کړي، بلکې حتی له فراغت وروسته هم په ټولنه کې اغېزمن رول ادا نه کړي. په داسې حال کې چې که یو زدهکوونکی د خپلې علاقې له مخې رشته انتخاب کړي، نو د زیاتې هڅې او انګېزې سره درس وایي.»
له دې سره هممهاله، د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د میداني معلوماتو له مخې، د دولتي پوهنتونونو لپاره غوښتنه د خصوصي پوهنتونونو په پرتله په څرګند ډول ډېره ده.
په کابل کې د یوه خصوصي ښوونیز مرکز مسوول سیدبشیر روفي وایي: «د دولتي پوهنتونونو سره علاقه ډېره ده؛ هم له اقتصادي پلوه د زدهکوونکو لپاره مناسب دي او هم د ډېرو خصوصي پوهنتونونو په پرتله غوره امکانات لري.»
سره له دې، د هلکانو ترڅنګ داسې نجونې هم شته چې له څلورو کلونو راهیسې د کانکور په ازموینه کې له ګډون او د زدهکړو له دوام څخه پاتې شوې دي. د ۱۸ نجونو له مرکې څخه ترلاسه شوې پایلې ښيي چې هغوی تر زدهکړو د درېدو مخکې د خپل راتلونکي لپاره روښانه تحصیلي پلانونه لرل.
۲۰کلنه ثنا چې تر یوولسم ټولګي یې زدهکړې کړي او فرزانه حسیني چې ۲۱کلنه ده او تر نهم ټولګي یې زدهکړې کړي، وایي: «له دې امله چې زه له تجارت سره ډېره مینه لرم او اقتصاد ته ځانګړې علاقه لرم، غوښتل مې اقتصاد ولولم، څو وکولای شم یو کاروبار پیل کړم او ښه عاید ترلاسه کړم. له هغه عاید څخه مې غوښتل یو د وینې بانک جوړ کړم، څو د خلکو د ژوند د ژغورنې یوه سرچینه واوسم.»
فرزانه حسیني وايي: «ما د ژورنالېزم زدهکړو سره علاقه لرله. تل مې غوښتل خبریاله شم او د خلکو د ستونزو په اړه راپورونه جوړ کړم. فکر مې کاوه چې د رسنیو له لارې د خلکو غږ نورو ته رسول کېدای شي او د ټولنیزو ستونزو په اړه پوهاوی زیاتېږي.»
د راپور موندنې ښيي چې که څه هم ډېری دغه نجونې په لومړي سر کې له سختې ناهیلۍ او د راتلونکي په اړه له ژورې اندېښنې سره مخ شوې، خو یوه مهمه برخه یې د انلاین زدهکړو، د هنرونو زدهکړې او د بهرنیو ژبو د زدهکړې له لارې هڅه کړې چې له زدهکړو سره خپل تړاو وساتي.
لیلا او حمیده امیري چې دواړه ۲۰کلنې دي، وایي: «سره له ټولو ستونزو، لا هم هیله لرم. زه فکر کوم هېڅ حالت تل ثابت نه پاتې کېږي. لا هم هیله لرم چې یوه ورځ پوهنتون ته لاړه شم او خپلې زدهکړې بشپړې کړم. ښايي دې ارمان ته رسېدل وخت ونیسي، خو لا هم باور لرم چې زدهکړې د انسان راتلونکی بدلولای شي.»
حمیده امیري وايي: «لاهم هیله لرم چې یوه ورځ د ښوونځیو او زدهکړو دروازې بیا زموږ پر مخ پرانېستل شي او وکولای شو ټول هغه خوبونه، ارمانونه او موخې ترلاسه کړو چې په ذهن کې مو لرلې. همدې لپاره موږ دوام ورکوو، هڅه کوو او هیله من پاتې کېږو، څو یوه ورځ بریا هم زموږ لوري ته راشي.»
په همدې حال کې د ازموینو د عمومي ادارې مسوولان وایي چې د کانکور ازموینه به د غويي له میاشتې تر جوزا پورې په څلورو دورو کې په ټولو ولایتونو کې ترسره شي.
د ازموینو د عمومي ادارې ویاند ناصرخان شیرزی وایي: «د ازموینې وخت دوه نیم ساعته و، خو اوس دغه وخت تر څلورو ساعتونو زیات شوی، څو داوطلبان وکولای شي په ښه تمرکز سره ځوابونه ورکړي. مخکې به په دوو ژبو دري او پښتو ازموینه اخیستل کېده، خو اوس ځکه چې له بهر هېوادونو څخه راغلي داوطلبان هم شته، نو هغوی کولای شي په نړیوالو ژبو لکه عربي او انګلیسي هم د ازموینې پاڼه انتخاب کړي.»
د یادولو ده چې د ازموینو د عمومي ادارې د ورکړل شوو شمیرو له مخې، په وروستیو کلونو کې د کانکور ګډونوال د پام وړ بدلونونه لري. په ۱۴۰۱کال کې شاوخوا ۱۲۵زره کسانو (هلکان او نجونې) په کانکور کې ګډون کړی و؛ دا شمېر په ۱۴۰۲ کال کې ۸۵زرو ته راټیټ شو (د نجونو د ګډون د بندیز له امله)، په ۱۴۰۳کال کې ۸۷زرو ته لوړ شو او په ۱۴۰۴کال کې د ازموینو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې ۱۰۶زرو ته ورسېد. تمه ده چې په ۱۴۰۵کال کې به شاوخوا ۱۲۰زره داوطلبان په کانکور ازموینه کې ګډون وکړي.
همدارنګه د ازموینو د عمومي ادارې د پخوانیو شمیرو له مخې، په ۱۳۹۷کال کې شاوخوا ۱۵۷زره، په ۱۳۹۸کال کې شاوخوا ۱۸۹زره، په ۱۳۹۹کال کې شاوخوا ۲۴۰زره او په ۱۴۰۰کال کې شاوخوا ۱۸۰زره داوطلبانو (هلکانو او نجونو) په کانکور کې ګډون کړی و. دا څلورم کانکور دی چې د نجونو له ګډون پرته اخیستل کېږي.