د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، ازادې رسنۍ، د بیان ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی د یوې سولهییزې او فعالې ټولنې بنسټیز عناصر دي.
بنټ دا څرګندونې نن یکشنبه د ثور ۱۳/ مې ۳ د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت پر اېکسپاڼه کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، افغانستان کې خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په تامین کې مهم رول لري.
د مې ۳مه په ۱۹۹۳ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له لوري د مطبوعاتو د ازادۍ ارزښت په اړه د پوهاوي لوړولو او د بیان ازادۍ ته د دولتونو د ژمنتیا یادونې په موخه، د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.