تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو له مرستیال ډاکټر عسکر جلالیان سره لیدلي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د عدلي او قضايي همکاریو پر پراختیا او له ایران څخه افغانستان ته د بندیانو د لېږد د نوي پړاو پر پیل خبرې شوي.
خو دغه لیدنه کې د بندیانو د لېږد نوي پړاو څرنګوالي په تړاو ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې ده چې تېر کال هم د افغانستان او ایران د عدلي او قضايي ادارو ترمنځ د شویو هوکړو پر بنسټ، څو پړاوونو کې سلګونه افغان بندیان له ایراني زندانونو هېواد ته لېږدول شوي وو.