Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې د کال شاوخوا ۵۰ زره ټنه غوړي تولیدیږي

کندهار غوړیو تولید

د کندهار د صنعت او کانونو خونې مسوولان وایي، دغه ولایت کې هر کال شاوخوا ۵۰ زره ټنه خوراکي غوړي تولیدیږي او د ۲۴ فعالو فابریکو په فعالیت سره، ځان‌بسیاینې ته نږدې شوی.

د کندهار د صنعت او کانونو خونې مشر سید سرور اماني وویل، سره له دې چې لاهم د اړتیا وړ لویه برخه غوړي له بهره واردېږي، خو نږدې راتلونکې کې به دغه ولایت د خوراکي غوړیو په تولید کې ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

هغه وویل: «دامهال کندهار کې شاوخوا ۲۴ فابریکې له پنبې څخه غوړي تولیدوي. د دغو فابریکو له ډلې یوې فابریکې چې شاوخوا ۳ میلیون ډالره پانګونه پرې شوې، هره میاشت له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ټنه پورې غوړي تولیدوي.»

دې سره، کندهار کې د غوړویو د تولیدي فابریکو مسوولان ټینګار کوي چې دا صنعت نه یوازې د خلکو اړتیاوې پوره کوي، بلکې سلګونو کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې.

د هغوی په خبره، کورنی تولید په دوامداره توګه زیات شوی او د پراختیا لپاره یې نورې هڅې هم روانې دي.

خو دوی له حکومته غواړي چې په بازار کې د ټیټ کیفیت غوړیو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

د یادولو ده چې کندهار کې د غوړیو د تولید ۲۴ فابریکو له ډلې یوازې ۳ یې په معیاري او لوړ کیفیت تولید لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام