دې وروستیو کلونو کې د لوګر مرکز پلعلم او شاوخوا سیمو کې د ځمکو، کورونو او نورو جایدادونو بیې لوړې شوي او د ډېرو کورنیو لپاره یې د استوګنې امکانات محدود کړي.
د مرکز پلعلم ښار یو شمېر اوسېدونکو سلاموطندار ته وویل، د کډوالو بېرته راتګ، د ښار پراختیا، د نفوس زیاتوالی او د بازار د تقاضا لوړوالی هغه مهم عوامل دي چې د جایدادونو بیې یې څو برابره پورته کړي.
دوی وايي، له نن څخه درې کاله وړاندې یو استوګنیز کور په ۵۰ زره امریکايي ډالر پلورل کېده، خو اوس دغه بیه ۱۰۰ زره ډالرو ته لوړه شوې.
د پلعلم ښار اوسېدونکی نعمتالله وايي: «لوګر کې د کورونو او جایدادونو نرخونه د پام وړ لوړ شوي، هغه نمرې چې پخوا به یې قیمت ۶ زره ډالره و، اوس ۱۲ زره ډالرو ته لوړې شوي. همدارنګه کورونه چې یو کور به په ۴۰ زره ډالرو و، اوس ۸۰ زره ته لوړ شوی. د کورونو کرایه هم لوړه شوې.»
د پلعلم ښار بل اوسېدونکی نصرتالله هم وایي، د پخوا په پرتله له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو راتګ او له کلیوالو سیمو څخه ښار ته د خلکو تلل څو برابره زیات شوي.
«رښتیا هم لوګر کې د تېرو دریو کلونو په پرتله دلته د کورونو او ځمکو د راکړې ورکړې نرخونه د پام وړ لوړ شوي، مثلاً پخوا به د استوګنې یوه نمره ځمکه په پنځه زره ډالره وه، اوس لس زره ته پورته شوې ده او دغه راز د کورونو کرایه هم د پام وړ لوړه شوې.»
د لوګر مرکز پلعلم ښار اوسېدونکی مسعود بیا د جایدادونو د قیمتونو ترڅنګ، د کورونو د ګروي او کرایې لوړېدو ته اشاره کوي.
هغه وویل: «د کورونو ګروي او کرایه د پام وړ لوړه شوې. پخوا به یو کور چې دوه خونې به یې لرلې، په درې زره افغانۍ کرایه ورکول کېده، خو اوس ۷ زره افغانۍ ته لوړه شوې. همدارنګه د ځمکو نرخونه هم ډېر زیات لوړ شوي او لامل یې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو ډلهییز راتګ دی.»
د جایدادونو کاروباریان وايي، د ښار پراختیا، د نفوس زیاتوالی، د خلکو د پانګونې لېوالتیا او د استوګنیزو سیمو پراخېدل هغه مهم عوامل دي چې د ځمکو او کورونو د بیو په لوړوالي کې یې مهم رول لوبولی.
د کورونو او ځمکو کاروباري احمد خالد په دې اړه وایي: «رښتیا هم لوګر کې د پخوا په پرتله د ځمکو او جایدادونو د راکړې ورکړې نرخونه د پام وړ لوړ شوي. مثلاً پخوا به د یوې نمرې ځمکې قیمت ۳۰ زره ډالره و، اوس ۴۰ زره ته پورته شوی. کورونه هم پخوا به ۶۰ زره ډالره وو، اوس ۷۰ زره دي. لوی لامل یې دا دی چې دغه ولایت ته بېشمېره کډوال په ډلهییز ډول راستانه شوي او د خلکو غوښتنه لوړه شوې.»
د لوګر د والي ویاند مولوي میرویس ابدالي سلاموطندار ته وویل، دامهال هېواد کې د سراسري امنیت، د قانون پلي کېدو او پانګوالو ته د پانګونې د زمینې برابرېدو سره، په یو شمېر سیمو کې د جایدادونو د راکړې ورکړې بیې لوړې شوي.
خو نوموړی زیاتوي، ولایت مقام یوه کمېټه ټاکلې، څو د کورونو کرایې کنټرول کړي.
«لوګر کې د جایدادونو نرخونه د قانون حاکمیت او سراسري امنیت له ټینګښت سره تړاو لري، اوس مهال، الحمدلله، هېواد کې پانګونې ته زمینه برابره شوې، د ولایت په کچه د کرایي کورونو د کنټرول لپاره یوه باصلاحیته کمېټه ګومارل شوې، په دې کمېټه کې د پلعلم ښاروالۍ، د کډوالو چارو ریاست، د ولایت مقام، د استخباراتو ریاست او د عدلیې ریاست استازي ګډون لري. موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې له ایران او پاکستان څخه تازه راستانه شویو کډوالو ته په لوړه بیه کورونه په کرایه ورکړي.»
د چارو کارپوهان وايي، لوګر ته د کډوالو زیاته راستنېدنه او له کلیوالو سیمو څخه ښار ته د اوسېدو په موخه د خلکو تګ هم له هغو لاملونو دی چې د جایدادونو پر بازار مستقیم اغېز کړی او بیې يې لوړې کړي دي.