Asset 1SWN

له پاکستان راستانه شوي کډوال د دایمي سرپناه غوښتنه کوي

Afghan refugees are shifted to holding camps after the Pakistani government deadline to expel undocumented immigrants passes, near the Afghan border in Chaman, Pakistan, 01 November 2023. EFE/EPA/AKHTER GULFAM

له پاکستان څخه په زور یو‌شمېر راستانه کړل شوي افغان کډوال سلام‌وطندار ته وايي، کلونه وروسته هېواد ته راګرځېدلي، خو د دایمي هستوګنې لپاره سرپناه نه‌لري.

دوی راروان ژمی ته د اندېښنې په څرګندولو سره له سرپرست حکومت غواړي چې ژر تر ژره ورته دایمي سرپنا برابره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کندهار ته راستون شوي یوه افغان کډوال نقیب‌الله وویل: «کاروبارونه مو خراب شول، ځمکې جایدادونه مو ختم شول، اوس دلته راغلي یوو، موږ غواړو چې موږ سره همکاري وشي. د اسلامي امارت څخه مننه کوم دغه سهولتونه دې موږ ته برابر کړي، خو ژمی را روان دی، کورونه نه‌لرو، خېمې نه‌لرو، هېڅ شی نه‌لرو، موږ خو هلته وخت تېر کړی، دلته هېڅ هم نه‌لرو.»

د اسلامي امارت مسوولان د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو او اندېښنو ته په کتو وايي، د اوس لپاره یې کډوالو ته د هر اړخیزو لومړنیو امکاناتو تیاری نیولی دی.

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د مجدد ادغام امر نعمت‌الله الفت وویل، د کډوالو لپاره یې سپین‌بولدک ولسوالي کې د اوسېدو‌خونې، خېمې، خوراکي توکي، اوبه او طبي وسایل چمتو کړي او هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ هم ورکوي.

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس ولي‌جان بادام وايي، بېرته راستنېدونکو افغانانو ته یې د دایمي هستوګن‌ځایونو لپاره ارغنداب، دامان او پنجوايي ولسوالیو کې ځینې سیمې ځانګړې کړي چې شاوخوا ۱۲زره کډوالو ته به ځمکې ورکړل شي.

هغه وویل: «موږ اوس د لومړنیو خدماتو په درشل کې یو، موږ پنجوايي، ارغنداب او دامان ولسوالیو کې د راستانه شویو مهاجرو لپاره د دایمي هستوګن‌ځاینو پلان لرو چې ډېر ژر یه یې عملي چارې پیل شي، امارت به دا پروسه نورو ولایتونو کې هم پلې کړي.»

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې تر نن ورځې ۱۵۲۷۰ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هغه په وینا، د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۷مې د نومبر تر ۶مې بیا یوازې د تورخم له لارې ۳۵۰۰۰ زره کورنۍ چې د کسانو شمېر یې ۲سوه زرو ته رسېږي، هېواد ته راستنې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام