له پاکستان راستانه شوي کډوال د دایمي سرپناه غوښتنه کوي

له پاکستان څخه په زور یو‌شمېر راستانه کړل شوي افغان کډوال سلام‌وطندار ته وايي، کلونه وروسته هېواد ته راګرځېدلي، خو د دایمي هستوګنې لپاره سرپناه نه‌لري.

دوی راروان ژمی ته د اندېښنې په څرګندولو سره له سرپرست حکومت غواړي چې ژر تر ژره ورته دایمي سرپنا برابره کړي.

لغمان کې په ۳۶ میلیونه افغانیو د درېوو سړو‌خونو د بیارغونې چارې پیل شوې 

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مالي لګښت د دې ولایت په درېوو ولسوالیو کې د سړو‌خونو د بیارغونې چارې پیل شوې. د دې ولایت والي زین‌العابدین عابد وایي، دغه سړې‌خونې پخوا جوړې شوې وې او بیا ځلې رغول کېږي چې په وینا یې، بیارغېدنه به یې شاوخوا ۳۶ میلیونه افغانۍ لګښت ولري.

لوګر کې په ۱۶میلیونه افغانیو د اوبو د پنځه چکډمونو د جوړېدو چارې پيل شوې

 د اوبو او انرژي وزارت چارواکي وایي چې د لوګر په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د ۱۶میلیونه افغانیو په مالي لګښت د پنځه چکډمونو د جوړېدو چارې پيل شوې. د اوبو او انرژې وزارت وزیر عبدالطیف منصور پل‌علم کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د لوګر مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې سږ کال د ۱۴۷میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د مدیریت پروژې منظورې شوې دي.

سریلانکا نن نړیوال جام کې د بنګلدېش پر وړاندې لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله نن د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هند د ډیلي «اروون جاېټلې کرېکټ» لوبغالي کې ترسره شي.

اوزبکستان ته د افغان پلاوي سفر؛ د سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه شوې

اوزبکستان ته د ا.ا د پلاوي سفر سره هم‌مهاله، د سرپرست حکومت مسوولان وايي، دغه پلاوی به اوزبکستاني چارواکو سره پر بېلابېلو برخو خبرې او هوکړې وکړي.

د مسوولانو په وینا، دغه سفر به د پانګونو جذب، د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د ټرانزیت په برخه کې د ستونزو د حل او د افغان ـ ترانس د اوسپنې پټلۍ د چارو پیلولو لپاره د بهرنۍ پانګونې پر جلبولو ورټول وي.