Asset 1SWN

ننګرهار کې راستانه شویو کډوالو ته د کورونو جوړېدو چارې پیل شوې

1200x0

په ننګرهار د چارواکو له‌خوا له پاکستان څخه په زور  راستانه کړل شویو افغان کډوالو ته د کورونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

تورخم ښارګوټي ته څېرمه لعل‌پورې ولسوالي کې د قمر خیریه بڼسټ په مالي ملاتړ د ننګرهار والي محمدنعيم اخند له لوري راستنېدونکو افغانانو لپاره د ۷۰ کورونو، جومات، پاکو اوبو رسونې شبکې، کلينک او ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، دغه کمپ کې د راستنېدونکو افغان کډوالو د لنډمهالې مېشتېدنې لپاره ۷۰ کورونه چې د هر کور پر رغېدنه ۲۲۰۰ امريکايي ډالره لګښت راځي، د دې بنسټ  له لوري جوړ شي.

د کورونو ترڅنګ د ۲۱۰۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت کلينک، جومات، ښوونځی او ۱۲۰۰۰ ډالرو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم راستنېدونکو افغان کډوالو ته د دایمي هستوګنې د جوړېدو لپاره ځمکې ځانګړې شوې وې چې ځینو ولایتونو کې یې د رغېدو چارې پیل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام