په داسې حال کې چې هېواد کې د ښځو لپاره د کار زمینه محدوده ده، خو کندوز کې یوې ښځې د خیاطۍ او لاسي صنایعو کارخونه جوړ کړې.
هغې په دغه کارخونه کې نورو نجونو او ښځو ته د کار او مهارت د زدهکړو فرصتونه برابر کړي، هغه فرصت چې دوی د مالي خپلواکۍ ترلاسه کولو ته هڅوي او مرسته ورسره کوي.
د دغې کارخونې بنسټ اېښودونکې ۲۷ کلنه فاطمه چې له زدهکړو تر پاتې کېدو وروسته یې ونه غوښتل تسلیمه شي، یوه میاشت وړاندې په خپلې شخصي پانګې دا کارخونه جوړه کړه.
هغې نه یوازې د ځان لپاره، بلکې نورو ښځو ته هم د کار او خپلواکۍ پر لور لاره هواره کړې.
فاطمه وایي، دا کارخونه یې د هغو نجونو لپاره د کاري زمینې برابرولو په موخه جوړ کړې چې له ښوونځي پاتې شوي، همدارنګه د بېوزلو ښځو او هغو کورنیو لپاره چې له کډوالۍ بېرته راستانه شوې دي.
د هغې په وینا، دا کارخونه په څه باندې ۵۰۰ زره افغانیو جوړه شوې او اوس پهکې شاوخوا ۷۵ ښځو ته د کار زمینه برابره شوې، څو وکولی شي د خپل ژوند د لګښتونو یوه برخه پوره کړي.
«دغه کارخونه د ښځو د پیاوړتیا، بېوزلو مېرمنو، د کورنیو سرپرستو ښځو او راستنېدونکو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه جوړه شوې. په دې کارخونه کې د خیاطۍ، لاسي صنایعو، مرۍ ګنډلو، غالۍ اوبدلو او د کورونو د سینګار برخو کې روزنې ورکول کېږي، څو دوامدارې دندې رامنځته او په ټولنه کې د ښځو له ځانبساینې سره مرسته وشي.»
فاطمه زیاتوي چې په دې کارخونه کې ګڼ شمېر هغه نجونې چې له زدهکړو پاتې شوي، په دوو کاري وختونو کې راټولېږي او د ښوونکو تر لارښوونې لاندې د غالۍ اوبدلو، مریو ګڼډولو او د لاسي صنایعو د ګنډلو په څېر مهارتونه زدهکوي.
«شاوخوا ۲۵ ښځې زموږ د همدې کارخونې پرسونل جوړوي چې د استادانو په ګډون ټول په دې چوکاټ کې شامل دي. موږ شپږ درسي ټولګي لرو چې هر یو یې یو ساعته دوام کوي او په دې موده کې ګډونوالو ته د خیاطۍ، مرۍ ګنډلو زدهکړې ورکول کېږي.»
سهیلا چې د دغه کارخونه کې کار کوي وایي، دلته له راتلو مخکې یې ورځې په چوپتیا او بېکارۍ کې تېرولې، خو اوس دا کارخونه ورته هم بوختیا او هم د ژوند د لګښتونو برابرولو لاره ګرځېدلې.
«له ښوونځیو تر تړل کېدو وروسته له ډېرو ستونزو سره مخ شوو او هېڅ ډول کاري فرصت ته مو لاسرسی نهلرلو؛ خو همدې خیاطۍ وکولی شول چې ما یو ځای ته ورسوي. موږ دلته ځینې مهارتونه زده کړل او اوس کولی شم له همدې لارې د خپل ځان او کورنۍ لګښتونه برابر کړم.»
د کارخونې بلې خوا کې زهرا ناسته ده؛ هغه نجلۍ چې یو وخت یې غوښتل خبریاله شي.
که څه هم د ژوند لوری یې بدل شوی، خو لا هم د راتلونکي په هیله هره ورځ دې کارخونې ته راځي څو نوي مهارتونه زده کړي.
«له ښوونځیو تر تړل کېدو وروسته شرایط داسې شول چې ونهتوانېدم خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم. وروسته په کندوز کې د خیاطۍ یوې کارخونې ته راغلم او اوس دلته په کار بوخته یم. دلته یوازې د خیاطۍ زدهکړه نه کېږي، بلکې موږ د غالۍ اوبدلو، مرۍ ګنډلو، ګلدوزۍ، ګرافدوزۍ او ګڼو نورو لاسي هنرونو زدهکړې هم کړي.»
د فاطمې کارخونه که څه هم کوچنې ده، خو د هغو ښځو لپاره چې هلته کار کوي، د یوه عادي کارځای څخه ډېره ژوره او ځانګړې مانا لري، دا ځای د بیا پورته کېدو او د ژوند د دوام لپاره یوه نوې هیله ده.