Asset 1SWN

سلام وطندار

د ژبې زده‌کول؛ د زده‌کړې، کار او راتلونکې لپاره د افغان ښځو تګلاره

ښځې درس کارکوونکې مېرنمې (1)

له هغو ۲۴ ښځو سره چې بهرني ژبې زده‌کوي، د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې افغانستان کې د ډېرو ښځو لپاره د بهرنیو ژبو زده‌کول، کارموندنې، کډوالۍ او زده‌کړو ته د لاسرسي په یوې تګلارې بدل شوي.

له مرکه شویو ښځو څخه ۱۵ هغو د زده‌کړو دوام او بهر کې تحصیلي فرصتونه او ۲۰ نورو کاري زمینو ته لاسرسی د بهرنیو ژبو د زده‌کړې تر ټولو مهمې انګېزې بللي.

د میدان‌وردګ اوسېدونکې ۲۶ کلنې پروین اقبالي لپاره د انګلیسي ژبې زده‌کول له کډوالۍ او د لوړو زده‌کړو د دوام له موخې سره تړلې ده.

«د بهرنۍ ژبې له زده‌کړې څخه زما موخه د کار پیدا کول او له هېواده بهر د زده‌کړو دوام دی. لامل یې دا دی چې افغانستان کې د نجونو لپاره د زده‌کړو شرایط برابر نه دي.»

د غزني اوسېدونکې ۲۵ کلنه سمیرا احمدي هم د زده‌کړو د دوام په موخه فرانسوي ژبه زده‌کوي.

«اصلي انګېزه مې ورور وو. ورور مې په فرانسه کې اوسېده او ما غوښتل چې زه هم فرانسې ته ولاړه شم، هلته زده‌کړې او کار وکړم او هم له خپل ورور سره ژوند وکړم، نو ځکه مې فرانسوي ژبه زده‌کړه.»

په دغه راپور کې مرکه‌ شویو ځینو ښځو ویلي، د ژبې زده‌کړې ورته د کارموندنې فرصتونه برابر کړي.

د کابل ۲۲ کلنه سپوږمۍ چې له یوه خبري اژانس سره د ژباړې په څانګه کې کار کوي، وايي: «وروسته له هغې چې انګلیسي ژبه مې زده‌کړه، اوس په یوه خبري اژانس کې د ژباړونکې په توګه کار کوم او متنونه له انګلیسي څخه پښتو ته ژباړم.»

له بغلان ولایت څخه ۲۶ کلنه فاطمه امیر چې انګلیسي ژبه زده‌کوي، د دې ژبې د انتخاب لامل د هغې نړیوال اهمیت او پراخه کارېدنه بولي.

«د بهرنۍ ژبې زده‌کړه د انسان د ودې او پرمختګ لامل کېږي او زما اصلي انګېزه هم په هره برخه کې علمي پرمختګ و.»

له کابل څخه ۱۹ کلنه سحر اندرابي هم غواړي د شخصي پرمختګ لپاره بهرنۍ ژبه زده‌کړي.

«ما پرېکړه وکړه چې بهرنۍ ژبه زده‌کړم، ځکه په نننۍ نړۍ کې د ژبې پوهه یو ډېر مهم مهارت دی او زما لپاره د پرمختګ اصلي لامل ګڼل کېږي.»

اقتصادي ستونزې، د مناسبو ښوونیزو ځایونو نشتون او له لرې د زده‌کړو لپاره د انټرنېټ کمښت، هغه مهمې ننګونې دي چې مرکه شوې ښځې یې د ژبې زده‌کړې پر وړاندې خنډ بولي.

د کابل اوسېدونکې ۲۰ کلنه عاطفه سادات او د بلخ اوسېدونکې ۲۰ کلنه نرګس وايي: «کله چې نه مې شوی کولی ژبه زده‌کړم، پر ځان مې باور ډېر کمېده او ځان مې څنګ ته کاوه، خو بیا مې هم هڅه کوله. بله لویه ستونزه د کورسونو تړل کېدل وو.»

«زموږ تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې د انګلیسي ژبې د زده‌کړې لپاره مناسب او د لاسرسي وړ ځای نه لرو. خپله د ژبې زده‌کړه هم راته یوه ننګونه وه.»

د دې راپور موندنې ښيي چې د کارموندنې ترڅنګ، رسمي زده‌کړو ته د ښځو د لاسرسي محدودیتونو د بهرنیو ژبو زده‌کولو د زده‌کړو د دوام او نوو فرصتونو ته د رسېدو له هغو محدودو لارو څخه ګرځولې چې لا هم د ښځو پر مخ پرانیستې دي.

د پوهنې او روزنې کارپوهان وايي، د بهرنیو ژبو زده‌کولو ته د ښځو د لېوالتیا زیاتوالی په افغانستان کې له ښوونیزو محدودیتونو او حاکمو ټولنیزو شرایطو سره تړاو لري.

د پوهنې او روزنې برخې کارپوه جمال‌الدین سلیماني وايي، د ښوونځیو تړل کېدو او د زده‌کړو محدودیتونو ګڼې نجونې د نړیوالو ژبو زده‌کولو ته هڅولې دي.

«نجونې د یوې نړیوالې ژبې په زده‌کړې سره د تحصیلي بورسونو د ترلاسه کولو زمینه برابروي. همداراز، نړیوالې ژبې، په ځانګړي ډول انګلیسي، د نړۍ د اقتصاد ژبه ده او له دې لارې کولی شي تر یوه بریده د خپل او د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت سره مرسته وکړي.»

ا‌خوا، د ژبو ښوونکي هم وايي چې په وروستیو کلونو کې پر زده‌کړو او کار محدودیتونو افغان نجونې او ښځې د بهرنیو ژبو زده‌کولو ته لا ډېرې لېواله کړي.

د انګلیسي ژبې انلاین ښوونکې نرګس سراج وايي: «د پخوا په پرتله د بهرنیو ژبو زده‌کړې ته د افغان نجونو او ښځو لېوالتیا ډېره شوې. ډېرې نجونې د زده‌کړو او کار د محدودیتونو له امله هڅه کوي چې د بهرنیو ژبو د زده‌کړې له لارې د انلاین زده‌کړو، تحصیلي بورسونو او یا هم د انلاین کارونو نوې فرصتونه ومومي.»

عبدالظهور مدبر اقتصادي کارپوه، وايي چې د بهرنیو ژبو زده‌کړه د کاري ځواک د ودې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول لرلای شي.

«هر څومره چې افراد ډېر مهارتونه ولري، په هماغه کچه کولی شي د کار په بازار کې اغېزناک واوسي. د بهرنیو ژبو زده‌کول د اقتصادي فرصتونو د ښه استفادې او له کورنیو او بهرنیو بازارونو سره د اړیکو د پراختیا زمینه برابروي.»

ورته وخت کې، ارواپوه محمدالله وايي چې د ژبې زده‌کول د زده‌کړیز اغېز ترڅنګ، د ښځو پر رواني روغتیا او پر ځان‌باورۍ هم مهم اغېز لري.

«کله چې یو کس څو ژبې زده‌کړي، پر ځان باور او له نورو سره د اړیکو وړتیا یې ډېریږي. د نجونو لپاره زده‌کړه یوه جدي رواني اړتیا ده.»

د افغانستان د زده‌کړو د وضعیت د هغه راپور له مخې چې په ۲۰۲۵ کال کې د UNESCO او UNICEF له لوري خپور شوی، د تنکیو نجونو لپاره بدیلې لارې؛ لکه انلاین زده‌کړې، د مهارتونو زده‌کړه او د ټولنې په ملاتړ ښوونیز پروګرامونه، لا هم اړین ګڼل کېږي.

د دې راپور لپاره د مرکه شویو ښځو تجربې ښيي چې د بهرنیو ژبو زده‌کول د هغوی د یوې برخې لپاره له زده‌کړو سره د اړیکې د ساتلو، د کاري مهارتونو د پیاوړتیا او د هېواد دننه او بهر د نوو فرصتونو د موندلو پر یوې مهمې وسیلې بدل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام