په داسې حال کې چې مصنوعي ځیرکتیا په چټکۍ سره د نړۍ د زدهکړو، کار او اړیکو په مهمو وسایلو بدلېږي، په افغانستان کې هم دا ټکنالوژي ورو ورو د ښځو د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.
سلاموطندار له ۲۰ ښځو سره د مرکو پرمهال موندلې چې مېرمنې له مصنوعي ځیرکتیا څخه تر ډېره د زدهکړو په برخه کې، په ځانګړي ډول د ژبو زدهکړې، د لیکنو اصلاح، د منځپانګې جوړولو، د روغتیایي معلوماتو ترلاسه کولو او د سوداګریزو سلا مشورو د پراختیا لپاره استفاده کوي؛ خو له دې ټولو فرصتونو سره هممهاله د محرمیت، د معلوماتو د خوندیتوب او د ځوابونو د کرهوالي په اړه ژورې اندېښنې هم موجودې دي چې د دوی تجربه یې له پېچېلتیا او دوهګوني حالت سره مخ کړې ده.
په دې وضعیت کې د ښځو اندېښنې د محرمیت په اړه له نړیوالو شواهدو سره هم سمون لري. د سټنفورډ د ۲۰۲۵کال راپور له مخې، په ۲۰۲۴کال کې د مصنوعي ځیرکتیا د امنیت اړوند پېښې ۵۶.۴سلنه زیاتې شوي او ۲۳۳ مستندې پېښې یې جوړې کړي چې پهکې د شخصي معلوماتو سرغړونې او د الګوریتمونو تېروتنې شاملې دي، کوم چې حساس معلومات له خطر سره مخ کوي.
همدارنګه شمېرې ښيي چې شاوخوا ۴۰سلنه ادارو د مصنوعي ځیرکتیا د محرمیت اړوند پېښې تجربه کړي او نږدې ۷۰سلنه خلک پر شرکتونو د خپلو شخصي معلوماتو د خوندیتوب په برخه کې باور نهلري.
په همدې حال کې، ځینې ښځې وایي چې د مصنوعي ځیرکتیا کارول د شخصي معلوماتو له شریکولو پرته ممکن نهدي او همدا موضوع د دوی لپاره د ناامنۍ او بېباورۍ احساس رامنځته کړی دی.
د کابل اوسېدونکې سودابه اصغري وایي: «حتماً داسې احساس کېږي چې شاته یې څوک کنټرولوي. مثلا زه که د کار لپاره معلومات غواړم، که روغتیايي وي یا تعلیمي یا د کار، نو اړ یم خپل شخصي معلومات ورکړم، څو هغه څه چې غواړم په سم فارمت کې راته جوړ کړي. ډېرې داسې برخې هم شته چې اوس یې نجونې او هلکان کاروي، خپل انځورونه لېږي او ایډیټ کوي. دا داسې اپ نه دی چې په بشپړ ډول ستا په واک کې وي، حتا ته خپل انځور هم بیا ترې نهشې لري کولی. شخصي حریم نشته.»
موندنې ښيي چې ځینې ښځې له دې ټکنالوژۍ سره د زیات تړاو په اړه هم اندېښمنې دي او د مصنوعي ځیرکتیا کارونه د بشپړ پوهاوي او احتیاط غوښتونکی بولي.
د کابل اوسېدونکې فرزانه وایي: «کله ناکله له داسې ستونزو سره مخ کېږم لکه له دې سره زیات تړاو یا هم ناسم معلومات ترلاسه کول. دا هغه ستونزې دي چې زه ورسره مخ کېږم. خو زما تر ټولو لویه اندېښنه د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د امنیت، د شخصي معلوماتو د خوندیتوب او د هغو د احتمالي ناوړه استفادې ده چې زه یې ورته ورکوم. له همدې امله هڅه کوم چې ډېر په پوهه او احتیاط سره یې وکاروم.»
د راپور له مخې، د ډېرو ښځو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا سره لومړنۍ تجربه له پېچېلتیا څخه ډکه وه. صنم وزیري وایي: «په پیل کې چې مې غوښتل له مصنوعي ځیرکتیا استفاده وکړم، هېڅ معلومات مې نهلرل. له خپلو ملګرو مې واورېدل چې دا ستاسو پوښتنو ته ځواب درکوي او ستونزې حلوي. وروسته مې په موبایل کې اپلېکېشن نصب کړ. په پیل کې راته لږ ستونزمن و، خو وروسته مې زدهکړل چې څنګه استفاده وکړم. اوس ورسره عادت شوې یم او ډېر راته هیجانانگیز دی.»
په همدې حال کې، ځینې ښځې وایي چې د مصنوعي ځیرکتیا ناسم یا ناقص ځوابونه د دې لامل شوي چې په بشپړ ډول پرې باور ونهکړي. صدف یارمل وایي: «ما یو ځواب ترلاسه کړ چې پّکې لیکل شوي وو، ډونالډ ټرمپ د امریکا پخوانی ولسمشر دی، حال دا چې دا خبره غلطه وه. ځکه اوس مهال ټرمپ د امریکا ولسمشر دی. خو متأسفانه ماته یې غلط معلومات راکړل. زه هېڅکله سل په سلو کې پر مصنوعي ځیرکتیا باور نهلرم. هر څه چې له دې لارې ترلاسه کوم، بیا یې په ګوګل کې هم لټوم.»
له بلخوا، د ښځو د حقونو ځینې فعالان وایي چې د نوې ټکنالوژۍ، په ځانګړي ډول مصنوعي ځیرکتیا ته د ښځو لاسرسی کولی شي، د هغوی د وړتیاوو لوړولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ښځو د حقونو فعاله اینورازبیک وایي: «د مصنوعي ځیرکتیا اغېز پر افغانو ښځو ډېر مثبت دی. د دوی ډیجیټل مهارتونه پیاوړي کوي، د ژبو زدهکړه او مطالعه اسانه کوي، او دوی کولای شي له دې لارې ډېر څه زده کړي، که په سمه توګه ترې استفاده وکړي.»
همدارنګه، د ټکنالوژۍ کارپوهان وایي چې د نوو ټکنالوژیو، په ځانګړي ډول مصنوعي ځیرکتیا، رامنځتهکېدل د افغانو ښځو لپاره د بدلون او وړتیاوو لوړولو نوې دروازې پرانیستې دي.
د ټکنالوژۍ کارپوه قریب ارین وایي: «په افغانستان کې د ښځو لپاره په ټکنالوژۍ کې یو ځانګړی بدلون او فرصت رامنځته شوی دی. مصنوعي ځیرکتیا کولی شي د هغوی کارونه په چټک ډول، ان تر کوچنیو چارو پورې، په اتومات ډول ترسره کړي او معلومات ترلاسه کړي.»
له امنیتي اندېښنو پرته، تخنیکي ستونزې هم د ښځو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارول محدود کړي دي. د ځینو اپلېکېشنونو فیلتر کېدل، د انټرنېټ لوړ لګښت او ټیټ سرعت هغه لوی خنډونه دي چې د دوی پر لاسرسي اغېز کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزی وایي چې په ټول هېواد کې له ۵۳۰ څخه زیات مخابراتي سایټونه د دولتي بودجې له لارې جوړ شوي، چې له دې ډلې ۳۰۰ څخه زیات یې فعال دي او پاتې یې لا تر کار لاندې دي.
هغه وویل: «په ټول هېواد کې، په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې له مخابراتي خدماتو محرومې وې، له ۵۳۰ څخه زیات مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي، چې له دې ډلې تر ۳۰۰ زیات فعال شوي دي او پاتې تر کار لاندې دي. دا شبکې د مکالماتي خدماتو وړاندې کولو لپاره کار کوي او ځینې لرې پرتې سیمې هم تر پوښښ لاندې راغلي دي.»
د سلاموطندار د دې راپور موندنې ښيي چې مصنوعي ځیرکتیا د افغانو ښځو لپاره نه مطلق فرصت دی او نه بشپړ ګواښ؛ بلکې داسې نوې فضا ده چې ښځې پهکې د فرصتونو ترڅنګ له احتیاط، اندېښنې او پوهاوي سره مخامخ ګام اخلي.


