د اسلامي امارت د دفاع وزارت د مخکیني حکومت د پوځ د اتو قول‌اردو ګانو نومونه بدل کړي دي. د هغه حکم له مخې چې د دفاع وزارت د سرپرست محمدیعقوب مجاهد په لاسلیک سره خپور شوی، په کابل کې د ځانګړو عملیاتو قول اردو، د مرکزي قول اردو په نوم، نومول شوی او د بلخ ۲۰۹ شاهین قول اردو الفتح ته اوښتی دی.

همدا راز په دغه حکم کې د کندوز ۲۱۷ پامیر قول اردو د عمري په نوم، د کندهار ۲۰۵اتل قول اردو د البدر په نوم او په هلمند ولایت کې د ۲۱۵میوند قول اردو بیا عزم په نوم بدل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د دفاع وزارت همداراز د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چې مرکز یې په ختیځ ننګرهار ولایت کې و، د خالد بن ولید په نوم نومولی دی، خو اوس یې مرکز لغمان ولایت ته لېږدولی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال دغه وزارت په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو بیا د منصوري او په هرات کې د ۲۰۷ظفر قول اردو بیا د الفاروق په نومونو اړولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام