د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د قابلو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره د یو میلیون نورو قابلو روزنې ته اړتیا ده.
د دغه بنسټ د افغانستان څانګې نن سهشنبه د ثور ۱۵ / مې ۵ پر اېکسپاڼه لیکلي چې د مېندو او ماشومانو د ژوند ژغورنې تر ټولو اغېزمنه لاره، د قابلو په روزنه او مسلکي چمتووالي پانګونه ده.
د یاد بنسټ په وینا، قابلې د ښځو لپاره د امېندوارۍ پرمهال د روغتیايي پاملرنې، خوندي زېږون او له زېږون وروسته د ملاتړیزو خدمتونو ته د لاسرسي په پراخولو کې بنسټیز رول لري.
تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي وو چې افغانستان د ښځو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره شاوخوا ۱۸ زره قابلو ته اړتیا لري.
نړیوالو سازمانونو څو ځله افغانستان کې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د لوړې مړینې کچې په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
د یادونې د چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د مېندو د مړینې کچه په کې لوړه ده.
د قابلو نړیواله ورځ هر کال د مې په ۵مه نېټه لمانځل کېږي چې موخه یې د نړۍ په روغتیايي نظام کې د قابلو د حیاتي رول غښتلي کول دي.
دا ورځ د مېندو او ماشومانو د مړینې د کمولو، د امېندوارۍ پاملرنې، خوندي زېږون او له زېږون وروسته د ملاتړیزو خدمتونو پر ارزښت ټینګار کوي.